سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Monday, November 20, 2017

لنډه کیسه پښتانه په تیارو کې

0


لنډه کیسه پښتانه په تیارو کې
لیکوال : بخت الله بختیار

انجینر له هیواده ، کوره ، او ښاره لرې په صحرا کې پلی روان ؤ داسې کوږ وږ ، خچ پچ ، رو رو ، یي قدم وهه لکه چې بیخي یې له ژونده زړه تور وي رښتیا هم همداسې وه ده له ژونده سخت زړه تور ؤ خو په دې نه پوهیده چې ولې داسې بې رحته دی تلو ته یي دوام ورکړ له میاشتو وروسته له صحرا څخه یوې سیمې ته راغی چې ګوري صحرا ده خو دلته خلک ژوند کوي انجینر ددغه خلکو عاجزي ډیره خوښه شوه او همدلته یې انجینري پیل کړه چې د غه سیمه د پښتنو وه پښتنو انجینر څه پیژانده خو دومره پوهیدل چې په کور جوړونې کې درسره مرسته کوي انجینر همدغلته ورځې او شپې تېرولې ډېر وخت یي تېر کړ خو پوه نشو چې ولې خلک زما سره خبرې نه کوي ولې خلک زما نه پوښتنه نه کړي چې وروره څوک یې څه کار کوې ولې ولې په همدغه سوچ کې وه چې ګوري سړي غټه لینګۍ تړلي ده  راغی دده تر څنګ کېناست په خوند یي وویل غواړم چې یوه برجوره کاله جوړه کړم ته ونیسه یوه نقشه یعنې نقشه خو را ولیکه د انجینرفکر ته یوه خبره وراغله ویل یي ما په نیو یارک کې د پښتنو په اړه دومره اوریدلي دي چې دوئ یواځې خپلې موخې ته ځان رسوي نور دې ته نه ګوري چې څوک یې او خبره څه ده په دې سره انجینر اېلا دومره پوه شوچې پښتون دی اوبس بیا يي هغه ته وکتل خوشاله وه پر اوږده سرې کړې ږیره یې شنه نسوار پراته وه څېره يې خړه ښکاریده  ورو یي وویل خیر و کاکا نقشه د منډې خبره نه ده څو ورځې وخت راکه . سپین ږیري برګ ورته  وکتل او یو دم یي وخندل مخکیني غاښونه یي وتلي و په لوړ غږ يي وویل یاره انجینره مرداره دې کړه نقشه به څه وي کار به یي څه وي قلم او کاغذ درواخله یو څو لیکې ولیکه بس دا یي هم نقشه د انجینرچاره نه وه ویي ویل سبا ته یي وغواړه سړی له خندا شین شو ښه شیبه یي بې غاښه خوله وازه وه وروسته یي په خوند وویل اېله دې نره خبره وکړه  خو ګوره د زورورې کاله نقشه به راته لیکې څلور بورجه د هېر نه شي ټول بورجونه باید مورچې ولري په مصرف پسې یي مه ګرځه کلکې مرچې داسې چې د راکټ ګولۍ هم و نه خوري په حیرانۍ یي ورته وویل ته خو بدیدار نه يي ارام ژوند لرې نو مرچې څه کوې ؟ سپین ږیري په زوره وخندل او ویي ویل اې ساده ګله عقل دې خام دی تل د راتلونکي غم کوه دی روان شو انجینر ته  هم دده په تګ سره یوه خبره سوچ ته وراغله ده ویل (برجونه )دا خلک خو اصلاً خپلو منځو کې سره تبه کوي پرته له کومې ستونزې د کومې بدۍ د خلکو وژنې پلان نیسي او ډیرې خبرې یي فکر کې څرخیدې چې د ژوند هیله ورته پیدا شوه هغه سړي چې نړۍ پرې تنګه وه پوه شو چې له ما په نړۍ کې زیات له ژونده تنګ خلک شته ویي غوښتل چې خپل هیواد ته لاړ شي خو په تلو تلو کې ده ته د یوه هزاره بوډه څیره په ذهن کې ­­­­ورتېره شوه دی موچي وه د بېګا یي نه لرل خو کله چې یي د خټو کور جوړاوه نو لومړۍ یي د ګراج ځای پریښود انجینر یي علت و پوښت ؟ ده ورته  وویل ــ اۍ هۍ انجینر صیب خدا کردن مشرې کې صاءِ­­­­­­ب یک موترشووم ـــ­­­­­
په دې هیله چې پښتانه نور له دې تیارو راووځي .
په درنښت
بخت الله بختیار (منګل)
Author Image
Aboutزرولي خان ځلاند

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment