
د لوګر ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پل عالم کې ځانمرګی برید شوی دی.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل، ځانمرګی بریدګر نن سهار شاوخوا لس بجې، د پل عالم ښار د بره کي برک اډې ته څېرمه ځان ته چاودنه ور کړې ده.
د نوموړي په خبره، ځانمرګی پلی و او هدف یې د دغه ولایت د امنیت امر په نښه کول و چې هغه له پېښې روغ رمټ وتلی دی.
د ښاغلي صالح په خبره، لومړني معلومات دا دي چې په برید کې ۱۱ ملکي کسان ټپیان دي چې په ډله کې یې د دو روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی او کابل ته لېږدول شوي دي
د پیښې عیني شاهد اسماعیل نصیب بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان لیدلي دي.
نور جزیات وروسته