د
دې سیالیو په ترڅ کې ایراني پهلوان علي رضا کریمي له خپل روسي سیال سره په
سیالۍ کې و چې روزونکي یې ورته لارښوونه وکړه چې سیالي وبایلي ځکه چې په
بل پړاو کې یې سیالي له اسراییلي پهلوان سره وه.
نوموړی له روسي پهلوان سره په سیالۍ کې دوه پر درې مخکې و چې د روزونکې له خوا یې ورته د لوبې د بایللو وویل شول. "ته باید وبایلې"
د سیالۍ د دغې صحنې چې د علي رضا کریمي روزونکی هغه ته د سیالۍد بایللو وايي ویډو پر انټرنیټ خپره شوې ده.
علي رضا کریمي تر دې وړاندې په اسیايي لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.
له
سیالۍ وروسته علي رضا کریمي پر انسټاګرام خپله یوه ویډو خپره کړې چې د شپې
تیاره کې پلی روان دی او یوه سندره ورسره غږېږي چې وايي خاموشي وروستۍ
چاره ده.
له هغه وروسته دا هشټک چې "ته باید وبایلې" پر ټولنیزو شبکو خپور شو.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکو خپله خواخوږي له علي
رضا سره څرګند کړه او د علي رضا کریمي د روزونکې پر پرېکړې یې نیوکې وکړې
چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو په وینا لوبه یې له سیاست سره وتړله.
ډیمن
ګولرز په نامه یوه تن ټوېټ کړی "د یوه ملت غمیزه په دوه ثانیو کې څرګنده
شوه، د هغه روزونکي دوه ځلې چیغه کړه چې علي ته باید وبایلې، خو ولې؟ یوازې
په دې خاطر چې په بل پړاو کې له اسراییلي پهلوان سره لوبه ونه کړي؟ څومره د
افسوس خبره ده. "
د ټوېټر یوه بل کاروونکي لیکلي "ماته ژړا راغله
ځکه چې علي دوه پر درې نومرې مخکې و چې روزونکی یې پوه شو چې بل پړاو کې به
له اسراییلي پهلوان سره لوبېږي او چیغه یې کړه: ته باید وبایلې، علي په
ډېرې خواشینې سره ورته ولیدل، تراوسه پورې په تاریخ کې اسراییلي پهلوانانو
یوازې څلور مډالونه ګټلي دي، علي رضا له اسراییلي پهلوان سره په نه لوبېدو
اسراییلي پهلوان ته دوه انعامونه ورکړل. "
ناز منګولا په نامه یوې
ښځې ټوېټ کړی "له اشه توده کاسه، په خپله فلسطینیان له اسراییلو سره لوبېږي
خو ایران ورسره لوبه نه کوي. علي رضا باید ببازي".
د ایار امندي
په نامه یوه بل کس د علي رضا د روزونکې پر پرېکړې خواشینې څرګنده کړې ده او
ټوېټ يې کړی "په ایران کې له پیدا کېدو سره سم یو روزونکی درسره وي چې
چیغه درباندې وهي چې ته باید وبایلې."
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم ایراني وزرشکاران له اسراییلي ورزشکارانو سره له سیالیو منع کړای شوي دي.په پولنډ کې د ۲۳ کلونو نه د کم عمره پهلوانانو ترمنځ سیالۍ روانې دي ددې سیالیو په ترڅ کې ...
