#بختیار
د پاکستان شمال لوېدیځ یوه لیرې کلي کې وسله والو سړو یوه ۱۷ نجلۍ په زور نیمه بربڼده کړې او د کلي په لار یې د تلو اړایستلې ده، چې وايي دا کار یې د کورني ناموس او پت په خاطر کړی دی.
ویل کېږي د قرباني شوې نجلۍ ورور څه موده وړاندې ددغو وسله والو کسانو د کورنۍ اړوندې یې ښځې سره پټ اړیکي ساتلي وو او دا کار د هغې د "غچ" اخیستو کې کړی دی.
دا پېښه یوه اونۍ وړاندې د خیبر پښتونخوا دیره اسمعیل خان چادهوان کلي کې شوې ده.
پولیسو تر اوسه د یادې پېښې په تور اته کسان نیولي او د نهم په لټه کې دي.
عیني شاهدانو ویلي، نجلۍ له یوې چینې نه ناڅاپه تر برید لاندې راغلې ده.
دې نجلۍ خبریالانو ته ویلي، زه او د تره لور مې له چینې نه د ستنېدو په حال کې وو چې سړو راوګرځولو.
دا وايي "دوی زه په ځمکه وویشتم او کالی یې را قیچي کړل، د تره لور مې هڅه کوله چې پخپل ټیکري ما پټه کړي، هغوی یې ټیکری له لاسه واخیست".
دې نجلۍ د برید کوونکو له منګولو ځان ژغورلی او په سیمه کې نژدې کور ته تللې ده، خو برید کوونکو تعقیب کړې ده. ګاونډیانو هم هڅه کړې چې د دوی مخه ونیسي خو په وسله سمبالو کسانو ګواښلي دي.
برید کوونکي یو ساعت وروسته له کلي وتلي.
دې نجلۍ د خپلې مور او د تره د لور په حضور کې خبریالانو ته خپله کیسه کړې ده. د هغې مور چې کونډه ده، وايي د دې ناوړه کیسې په اورېدو یې د خپلې لور مرسته غوښتې ده.
یوې سیمه ییزې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د برید کوونکو کورنۍ د نجلۍ له کورنۍ سره د درې کاله وړاندې یوې قضیې پر سر کینه لرله.
سرچینه وايي، د نجلۍ ورور د کلي یوې نجلۍ ته د موبایل په ډالۍ کولو تورن شوی، چې په مټ یې پټې اړیکې ورسره نیولې.
هغه مهال دا کیسه د دواړو کورنیو ترمنځ د لانجې لامل ګرځېدلې، خو د وینې تویېدو د مخنیوي او د لانجې د حل لپاره زلمي ته ویل شوي وو چې ۳۰۰ زره پاکستانۍ روپۍ (چې درې زره ډالر کېږي) ورکړي.
په داسې پېښو کې تر ډېره زیان ښځو یا نجونو ته رسېږي.
