خان عبدالغفار خان (باچا خان، فخر افغان، د سرحد ګاندي ۱۸۹۰-۱۹۸۸ز) د شلمې پېړۍ د سترو مبارزو شخصيتونو څخه دی.
د پښتنو د ټولنيز پرمختګ لپاره يې په خپل وخت کې ستر کارونه وکړل. ښوونځي يې جوړ کړل، د پښتون قوم د اصلاح او خرافاتي رواياتو د له منځه وړلو، د پښتون قوم تر منځ د دښمنۍ او تربګنۍ د له منځه وړلو او يووالي د رامنځته کولو لپاره يې د نورو ملګرو سره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه. د عدم تشدد له لارې يې خپلو پلويانو ته د صبر او زغم لارښوونه کوله. په ۱۹۲۹ ز کال کې يې د خدايي خدمتګارۍ تحريک پېل کړ، چې د عدم تشدد اصولو ته په پابندۍ اړ و. وروسته په سرخپوشانو مشهور شول.
خدايي خدمتګارو ادعا کوله چې له جوړېدو دوه کاله وروسته يې شمېر دوه سوه زرو (دوه لکو) ته رسېده. دوی ته ويل شوي وو چې هېڅکله هم تشدد خپل نه کړي، و
سله ونه ګرځوي او زغم وکړي. دا هم ورته ويل شوي وو چې، که سپکاوی يې هم وشي، بايد غچ وانه خلي. باچا خان د خپل ځان دفاع کول هم تشدد ګڼي. يو سړي له د پړق جواب کې پړق ورکول اسان کار دی؛ خو پړق زغمل ګران کار دی. د باچا خان همدا د عدم تشدد فلسفه وه چې انګرېزانو د پښتونخوا په مختلفو سيمو کې ، د باچا خان په وينا، خدايي خدمتګاران به يې وهل، ټکول، په ګرمو شګو څملول، په يخو اوبو کې غوټې ورکول، شهيدانول او بنديانول؛ خو تر پايه يې تشدد ته لاس وانه چوه او له همدې لارې يې غوښتل چې له انګرېز نه ازادي ترلاسه کړي.
سله ونه ګرځوي او زغم وکړي. دا هم ورته ويل شوي وو چې، که سپکاوی يې هم وشي، بايد غچ وانه خلي. باچا خان د خپل ځان دفاع کول هم تشدد ګڼي. يو سړي له د پړق جواب کې پړق ورکول اسان کار دی؛ خو پړق زغمل ګران کار دی. د باچا خان همدا د عدم تشدد فلسفه وه چې انګرېزانو د پښتونخوا په مختلفو سيمو کې ، د باچا خان په وينا، خدايي خدمتګاران به يې وهل، ټکول، په ګرمو شګو څملول، په يخو اوبو کې غوټې ورکول، شهيدانول او بنديانول؛ خو تر پايه يې تشدد ته لاس وانه چوه او له همدې لارې يې غوښتل چې له انګرېز نه ازادي ترلاسه کړي.
په ۱۹۳۰ ز کال کې چې د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه رامنځته شوه او له دوه سوو زيات خدايي خدمتګاران په کې ووژل شول، دوی انګرېز ته د عدم تشدد په بڼه ځواب ورکړ. تر دې چې د ازاد پښتونستان د لاسته راوړو او بيا يې د پاکستان دننه د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هم د عدم تشدد لاره خپله کړې وه.
د باچا خان د سياسي ژوند مبارزه په درېو برخو وېشلی شو. د متحد هندوستان لپاره مبارزه، د ازاد پښتونستان لپاره او بيا پاکستان ته د وفادارۍ د قسم ورکولو وروسته د پاکستان دننه د پښتنو د حقوقو، د کورنۍ خپلواکۍ او د ون يونټ پر ضد مبارزه. دا چې باچا خان په دغه درېو مهمو پړاونو کې د دغو درېو نومونو په تړاو کومه تګلاره غوره کړې وه او پايله يې څه شوه، دلته يې په اړه په لنډ ډول اشاره کوو.
متحد هندوستان:
په ۱۹۲۹ ز کال کې چې په لاهور کې د ګانګريس ګوند غونډه وه، باچا خان ليکي چې زه او امير ممتاز خان هم لاهور ته لاړو، موږ خو ګانګريس کې نه وو، موږ خو خلافت کې وو او موږ تماشې ته تللي وو، د کانګريس جلسې زموږ په ځوانانو ډېر ښه اثر وکړ او بيا ځوانان خو پرېږده چې د هندوانو جينکو هم د ملک د ازادۍ او د خدمت لپاره ملا تړلې، ولاړې دي. باچا خان له دې وروسته صوبه سرحد ته راځي او دلته پښتنو ته د وطن (هند) د ازادۍ او په کې د برخه اخيستو خبره کوي. ملګري يې تشويقوي چې د دې کار لپاره په يوه ډله کې راټولېدل ضروري دي. په ۱۹۳۰ ز کال کې د چارسدې په اتمانزو کې د خدايي خدمتګارو د تحريک بنسټ ږدي.
وقار علي شاه کاکاخېل او محمد ابراهيم عطايي د دغه تحريک د بنسټ کال ۱۹۲۹، يانې د ګانګريس د جلسې نه يوه مياشت وړاندې ښيي؛ خو باچاخان ليکي چې د لاهور له سفر وروسته مو دغه تحريک رامنځته کړ. په همدې کال باچا خان چې له چارسدې نه پېښور ته، د کانګريس په غونډه کې برخه اخيستو ته روان وي، بندي کېږي. جېل ته راغلو ملګرو ته وايي چې خپل غږ نورو ګوندونو ته ورسوي، دوی لومړی مسلم ليګ ته ورځي؛ خو هغوی ورسره د مرستې کولو نه انکار کوي.
هغه (ليګ) خو يو جماعت دی چې پيرنګيانو د هندو مقابلې دپاره جوړ کړی دی او زموږ جنګ خو پيرنګي سره دی؛ نو هغوی به زموږ څنګه امداد وکړي.؛ خو مسلم ليګ دغه مهال له داخلي اختلافاتو سره مخ و او زياتره مشران يې د برتانويانو ملاتړي و؛ نو دغه مهال دوی د (خدايي خدمتګارانو) د ملاتړ کولو په حالت کې نه وو. له دې وروسته خدايي خدمتګار ګانګريس ته مخه کوي او څرنګه چې د دواړو لاره او هدف يو وي؛ نو ګانګريس د دوی ملاتړ کوي. موده وروسته باچاخان له جېله خوشې کيږي. په ۱۹۳۱ ز کال خدايي خدمتګاران په ښکاره، ځان د ګانګريس سره نښلوي. د اګست په ۹ مه د زلمو جرګه او خدايي خدمتګاران په رسمي ډول د ګانګريس په فيډرېشن (اتحاديه) کې ننوتل؛ خو خپل ځانګړی هويت يې وساتلو. دوی (خدايي خدمتګارانو) ګانګريس ته د هندوانو د تنظيم په سترګه نه کتل؛ بلکې د ټول هند ضدِسامراج خلکو زانګو او ټاټوبی يې ګڼلو او بل دا چې پرنګي پښتنو سره ظلمونه کول او پښتانه يوازې د دوی د مقابلې نه وو؛ نو قدرتي خبره ده چې دوی د خپل ازلي دښمن خلاف، په نړۍ کې او ټول هند کې ملګري لټول.، چې دغه د دوی قدرتي حق و.
ګانګريس چې د ټول هند نه د انګرېزانو د وتلو او متحد هند د ساتلو اعلان وکړ؛ نو خدايي خدمتګارانو يې د دغې نارې ملاتړ وکړ. باچاخان د ګاندي او ګانګريس ګوند د هغې نظريې پلوي کوله چې ويل يې، په هند کې مسلمانان او هندوان په سوونو کلونو يو ځای اوسېدلي؛ کله چې انګرېز ووځي، له دې وروسته هم کولای شي چې يو ځای ژوند وکړي.
د هند ګانګريس ګوند په ۱۸۸۵ ز کال کې جوړ شو، بنسټ ايښودونکی يې يو انګرېز و، وروسته داسې مهال هم راغی چې مشري يې مسلمانانو کوله. ګانګريس ګوند له لومړي سره ادعا کوله چې د هندو-مسلمان دواړو مشترک ګوند دی او هېڅ ډول مذهبي تعصب ته په کې ځای نشته. د ګانګريس مخالفينو (مسلم ليګ او د ديوبند ځينو علماوو) ويل چې په کانګريس باندې د هندوانو تسلط دی، دوی د هندو-مسلمان متحد قوميت مخالف وو؛ خو ديوبند کې داسې علماء هم و چې د ګانګريس د متحد قوميت ملاتړ يې کاوه او د هند د وېش مخالف وو.
باچا خان د هند د وېش تر پلان (۳ جون، ۱۹۴۷) پورې د هندي ګانګريس د پاليسيو ملاتړ کاوه؛ خو کله چې هندي ګانګريس ګوند د هند د وېش پلان، د باچا خان سره له مشورې کولو پرته ومانه؛ نو د دواړو ډلو لارې جلا شوې. مولانا ابوالکلام ازاد ليکي، خان عبدالغفار خان او د هغه ګوند هر وخت د ګانګريس ملاتړ او د مسلم ليګ مخالفت کړی و..د ګاندي لخوا د وېش د پلان منلو زه حېرانه او خواشينی کړی وم، هغه په کاري کمېټه کې په ښکاره د وېش ملاتړ وکړ؛ خو د باچا خان عکس العمل به څوک تصور کړای شي. هغه (باچا خان) په بشپړ ډول بې سده او وارخطا شوی و، داسې چې د يو څو دقيقو لپاره يې له خولې الفاظ هم نه شو راوتلای…باچا خان په تکرار ډول وويل چې سرحد (خلک) به د ګانګريس دغه کار ته د خيانت په سترګه وګوري او تاسو (ګانګريس) خدايي خدمتګاران لېوانو ته پرېښودل. باچا خان ليکي، مونټ بيټن د جون په ۳يمه د هندوستان د تقسيم په باب د برتانوي حکومت له خوا د منظور شوې منصوبې په اعلان کېدو سره د هندوستان د متحد پاتې کېدو ټول امېدونه ختم شول. په ورکنګ کمېټۍ کې دا خبره هم ومنله او د ملک د تقسيم او صوبه سرحد کې د ريفرينډم خبره داوړه ومنلی شوې. باچاخان ليکي چې کانګريس په دې کار سره موږ شرمښانو ته پرېښودو او د هغوی دغه کار يې بېوفايي ګڼلی دی. په دې ډول انګرېزانو، هندي ګانګريس او مسلم ليګ د هند وېش ومانه او وروسته د پاکستان په نوم يو نوی هېواد نړۍ په نقشه کې رامنځته شو.
له وېش وړاندې، لکه څنګه چې معلومه ده، باچا خان د ګانګريس سره د متحد هندوستان لپاره مبارزه کوله، چې ځای ځای يې هندوستان خپل ملک ياد کړی دی. د پښتونستان او ازاد پښتونستان نوم د هند د وېش پر مهال رامنځته شوی. د هند تر وېش دمخه باچا خان او پلويانو يې د کانګريس سره اوږه په اوږه د لوی او متحد هند د ساتلو او ازادۍ (دعدم تشدد) جګړه پر مخ وړه؛ نه د پښتونستان. کله چې مسلم ليګ باچاخان ته د شاملېدو بلنه ورکوي؛ نو باچاخان ورته په ځواب کې وايي، چې کله فرنګی ورک شي او دا وطن (هندوستان) ازاد شي؛ نو مسلمان او هندو متحده هندوستان کې يو ځای پاتې کېدای شي. دا دواړه اولسونه وړاندې هم يو ځای پاتې شوي دي

