د خوست ښار سلمانانو (ویښته اصلاح کوونکو) ته به صحي کارتونه ورکړل شي!
لدې وروسته به د خوست ښار هغه سلمانانوته صحي کارتونه ورکړل شي چې ویروسي ناروغی ونلري، په همدې مناسبت نن پنج شنبه د حوت په (۲۹) مه نیټه  خوست عامې روغتیا ریاست ته د ښار یو شمیر سلمانان  رابلل شوي وو، چې د (HIV) ایډز، ( HBS) تورزیړي،  (HCV) سپین زیړي، 
معاینات ترسره کړي، او که ذکر شوي ویروسي ناروغی ونلري د عامې روغتیا ریاست له لوري به صحي کارتونه ورکړل شي،  که کوم سلمان نوموړی صحي کارت نه درلود په ښار کې د ویښتانو د اصلاح کولوجواز نلري، ددې لړی پر دوام به په دوهم قدم کې د ښارقصابخانو، هوټلونو، کلچه پخونکو، او بیلابیلو کارخانو کارکوونکو روغتیایي معاینات به هم ترسره شي اوصحي کارتونه به ورکړل شي، ترڅو مو ددې وژونکو ویروسي ناروغیو مخه تریوه بریده ډب کړي وي.
په درنښت 
ستاسو کامل صحت زموږ یوازینی ارزو ده.
 

