سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Thursday, June 4, 2020

امرالله صالح: د کورنۍ او دفتر نیمایي غړي مې په کورونا وېروس اخته شوي

0
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، نیمه کورنۍ او د دفتر غړي یې په کورونا وېروس اخته شوي دي. ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې افغانستان د کورونا وبا له امله په بدترین حالت کې دی.
"لطفاً ددې هېواد د عامې روغتیا د وزارت سپارښتنې جدي ونیسئ او په خپلو کورنیو یې پلي کړئ. موږ ټول باید په ګډه کار وکړو څو دا وېروس له منځه یوسو، خو بیا هم هېڅوک په امن کې نه دي. زما د کورنۍ له نیمايي غړو څخه زیات او د دفتر ټول همکاران مې په دې وېروس اخته شوي دي."
ښاغلی صالح وايي، چې د دې پېښو په اړه یې مخکې له مخکې خبر درلود او په ټکو یې دولت د خلکو په چوپړ کې دی.
دوه ورځې وړاندې هم ښاغلي صالح په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې په افغانستان کې د کورونا وېروس بحران لا خپل اوج ته نه دی رسېدلی، او پر خلکو یې غږ کړی و چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment