لسګونه کاله کیږي، چې؛ په افغانستان کې جګړه روانه ده له جوماته نېولې، تر مدرسې، هدیرې، روغتونونو، غونډو، جنازو او نورو کې چاودنې او بریدونه کېږي.
د ممبر له سره نېولې د سرک پر سر، د کور په دروازه، په رکوع کې، په سجده کې او آن د جنازې په مراسمو کې په مرموز ډول خلک وژل کېږي .
له سیاسته شروع، تر مذهبه او آن په عامه طبقه کې مو د سر سړي یو یو وژل کېږي، ترور کېږي او ورکېږي. مګر لا هم د دې جګړې د وضاحت څرک نه لګېږي . 
له حاکم نه نېولې، تر محکومه، له امام نه نېولې، تر مقتدي او په مجموع کې عام وګړي، په دومره مهارت سره وژل کيږي چې د قاتل له خوا د مقتول د قتلولو هيڅ ډول ثبوت  ترې نه پاتې کېږي .
اخر ولې؟ 
ولې موږ وضاحت ته نه رسېږو؟ 
دا جګړه د څه لپاره ده او ولې یې قرباني افغانان ورکوي؟ 
په نورو هېوادونو کې که کومه پېښه رامنځته شي، که عامل یې پیدا نه شو خو لامل یې له ورایه څرګند وي .
مګر دلته کالونه وشول چې هره ورځ یا حد اقل په اوونۍ کې څلور یا پېنځه پېښې رامنځته کېږي.
داسې پېښې، چې؛ سړی په یو دوو کې حیرانوي.
خو نه یې د عامل څرک لګي او نه یې هم لامل وضح کېږي.
هره ورځ په مرموز ډول خلک وژل کېږي، چاودنې کېږي، بریدونه کېږي او د وینو ویالې بهیږي. 
مګر حکومت د عاملینو په پیداکېدو او د دغې پوښتنې په ځوابولو چې "ولې داسې وشول؟ " تل پاتې راځي او چوپ پاتې  کېږي، لامل یې دا دی چې ځواب نه لري .
یوه لویه چاودنه کېږي، څوک پکې ورور له لاسه ورکوي، څوک پکې پلار له لاسه ورکوي، او څوک پکې مور له لاسه ورکوي، د چا پکې دوست وژل کېږي، د چا پکې یار وژل کېږي او ځینې پکې بیا، خپل او خپلوان له لاسه ورکوي .
دغه چاودنه بیا له ارګه نېولې ان تر سپینې ماڼۍ دومره وغندل شي؛ چې رسنۍ یې څو ورځې پرلاپسې د غندنو راپورونو خپروي .
د پېښې د عامل او لامل د پیداکېدو لپاره یو محدود څو کسیز پلاوی وټاکل شي .
مګر څو ورځې وروسته [هغه ډول، هغه لرګی وي ] نه یې د عامل څرک لږي او نه یې هم لامل وضح کیږي .
په رڼا ورځ په ګڼ بازار کې د سرک پر سر خلک ترور کیږي، ساعت یا نیم ساعت وروسته د پېښې ځای ته پولیس او د جنایي جرمونو کارمندان راځي، د دې لپاره چې مقتول راپورته کړي؛ لس، پنځلس دقیقې د پېښې اړوند شاوخوا عکاسۍ او په خپلو کې سره تبصرې کوي .
وروسته د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو په پار، یو څو بې ګناه او بې چاره کسان موټر ته  پورته کوي او له ځانه سره  یې وړي.
هلته یې  د زیاتو وهلو او ټکلو په اساس دې ته مجبوروي، چې پرې اعتراف وکړي او یا یې هم د ډېر وخت لپاره کېنولي وي.
بیا هم د نورو پېښو په شان د پېښې لامل نا واضح پاتې شي او عاملین خپلې مزې کوي .
شاید لامل یې مذهبي اختلافات او یا هم سیاسي کشالې وي .
مګر پوښتنه دا ده، چې؛ مذهبي توپیرونو او سیاسي سکالوګانو خو په ټوله نړۍ کې خپلې رېښې غځولي دي، ولې هلته داسې نه کيږي؟ ولې هلته دا ډول وحشتناک حوادث نه ترسترګو کېږي؟ 
ترهګر له موږه څه غواړي؟ 
داعش مو ولې وژني؟ 
او نورو ډلو ټپلو په موږ کې څه لیدلي؟ چې ښه ورځ یې راباندې نه پېرزو کيږي .
موږ خو غریب او وروسته پاتې خلک یوو .
خو په هر صورت ما ته مې خپل خلک او خاوره تر ډېرو قیمتي ښکاري، که قیمتي نه وای؛ د غلیم سترګې به داسې په موږ کې نه وای خښې . 
مانا موږ ارزښتناک یو، په همدې دلیل ځورول کېږو، نوره هیڅ کومه خبره نه شته .
" محمدنبي اتل "
 

