په پاکستان کې د اسعارو د تبادلې په ازادو بازارونو کې نن پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه)یو ډالر په شاوخوا ۲۵۵ کلدارو تبادله کېده.
په ازاد مارکیټ کې صرافان وايي چې د تېرو ورځو په پرتله یو ډالر د کلدارو په وړاندې ۱۲ روپۍ نور هم اوچت شوی دی.
د پاکستان د مرکزي بانک نن د اسعارو د تبادلې قیمت خپور کړی نه دی، خو تېره ورځ د دوی د رسمي قیمت په اساس یو ډالر په ۲۳۰ کلدارو تبادله کېده، مګر په ازاد بازار کې یې قیمت بیا تر دې ډېر لوړ و.
خو د اسعارو د تبادلې د ټولنې مشر ظفر پراچه امریکا غږ ډیوې ته وویل چې د کلدارو د ارزښت د ټېټېدو علت د ډالرو باندې د مشخص قیمت لېرې کول نه دي، بلکې د ده په خبره له اول سر نه د کلدارو په مقابل کې د ډالرو اصلي ارزښت همدومره و.
هغه وویل چې د اسعارو د تبادلې په بازار کې د «ډالرو اصل قیمت ۲۵۵ روپۍ و او اتحادیې چې د ډالرو او کلدارو قیمت ازاد پرېښودل، خپل اصل قیمت ته» راغلل.
 
.jpeg)
