د اوکراین پر پلازمېنې کییف باندې نن سهار یو وار بیا روسي ځواکونو د توغندیزو بریدونو یوه نوې څپه پيل کړه.
د اوکراین د پوځي ادارې مشر سرهي پوپکو ویلي چې، روسانو لږ تر لږه پنځلس توغندي توغولي وو چې ګڼ یې د اوکراین لهخوا په هوا کې شنډ او لهمنځه یوړل شول.
په دغو بریدونو کې چې ځینې تاسیسات یې په نښه کړي لږ تر لږه یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو په هولوشییف ښارګوټي کې خلکو ته د مرګژوبلې د رسېدو خبره تایید کړه او د کییف په اوسېدونکو یې غږ کړی چې په خپلو خوندي پناه ځایونو کې پاتې شي.
د اوکراین ولسمشر له سکای نیوز سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ادعا کړې، سره له دې چې اوکرایني عسکرو په دونیڅک او زاپروژیا ځینې ښارګوټي له لاسه ورکړي خو روسان یې له تر فشار لاندې راوستي.
 

