افغانستان کې د لمري برېښنا د تولید سترې پروژې هوکړه لاسلیک شوه

د افغان حکومت او اسیا پرمختیايي
بانک تر منځ د ۲۰ میګاواټه لمري برېښنا د تولید تړون لاسلیک شو. د لمري
برېښنا د تولید پروژه د پلازمېنې کابل اړوند د سروبې ولسوالۍ په نغلو سیمه
کې جوړېږي.
پر دغه پروژه ټولټال ۴۴ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیا پرمختیايي بانک به یې ور کړي.
افغانستان چې وار دمخه د برېښنا انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی، د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره له خپلو شمالي ګاونډیو برېښنا واردوي.
د ماليې وزیر اکیل حکیمي ویلي، افغانستان د ۳۰۰ لمري ورځو په لرلو د لمري برېښنا د تولید پروژو لپاره وړ هېواد دی.
د لمري برېښنا د تولید توکو ټيټې بیو په مخ پر وده هېوادونو کې د انرژۍ تولید ته لېوالتیا ډېره کړې ده.
وړاندې
د لمري برېښنا تولید ته ډېر لګښت پکار و، خو د رپوټونو له مخې په نړیوالو
بازارونو کې د لمري برېښنا د تولید توکو بیې په سلو کې ۶۲ لوېدلي دي.
هغه
سیمې چې برېښنا نه لري یا یې برېښنا ته لاسرسی نه کېږي لکه افغانستان او د
افریقا یو شمېر هېوادونه، نو د فوټو وولټیک تختو پر مټ ورته له لمره د
برېښنا تولید ارزان او اسان بدیل کېدای شي.
د اسیا پرمختايي بانک د افغانستان څانګې مشر سمویل تومیوا وايي، په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ غوښتنه ډېره شوې ده:
"
د لمري برېښنا نوې توليدي پروژه، چې په افغانستان کې لومړنۍ ستره هغه ده،
نه یوازې د پاکې او باورمنې انرژۍ د ترلاسه کولو اسانتیا برابروي، بلکې په
راتلونکې کې د لمري برېښنا د تولید په برخه کې د دولت او خصوصي سکتور د
پانګونې د استحکام ښکارندويي هم کوي."
په افغانستان کې د شته برېښنا ډېره برخه له نورو هېوادونو واردېږي.
د
افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد ۳ ګیګاواټه برېښنا
ته اړتیا لري چې دمګړۍ له کورنیو سرچینو ۳۰۰ میګاواټه برېښنا په لاس ور ځي.
نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې میلیاردونه
ډالر لګولي ، خو لا هم په دغه هېواد کې د برېښنا انرژۍ ته لاسرسي محدود دی.
د اسیا پرمختیايي بانک د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۳۲ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري. 

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي بي بي سي ته وویل، په
نغلو کې له جوړېدونکي پروژې په لاس ورتلونکې لمري برېښنا به د افغانستان
په درېوو ولایتونو ووېشي:
" تولید شوې لمري برېښنا به پر کابل سربېره ختیځو ولایتونو لغمان او ننګرهار ته هم ور کړل شي."
د
نوموړي په خبره، د نغلو د لمري برېښنا د تولید پروژه به د جوړونې قرارداد
تر لاسلیک وروسته؛ د یوه کال په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د
سرچینو په خبره، د نغلو لمري برېښنا پروژه به په یوه ساعت کې ۴۳۰۰۰
میګاواټه برېښنا تولید کړي چې له امله به یې په لومړي کال د ۱۳۰۰۰ ټنو
کاربن ډای اکساید د تولید مخه ونیول شي

ه افغانستان کې له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د دولت او خصوصي
سکتور له خوا له لمره د برېښنا تولید کوچنۍ پروژې پلې شوې دي.
پر
لویو لارو، دفترونو، ښوونځیو او شخصي کورونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې د
کروندو د خړوبولو لپاره له لمره تولید شوې برېښنا ګټه اخلي.