سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Monday, November 27, 2017

''مچان تر هغه ډېرې ناروغۍ لېږدوي چې مخکې یې فکر کېده''

0
مچان

''مچان تر هغه ډېرې ناروغۍ لېږدوي چې مخکې یې فکر کېده''

د مچانو په اړه یوه نوې څېړنه وایي چې هغوی تر هغه څه چې مخکې یې فکر کېده، ډېرې ناروغۍ لېږدوي.
د ډي اېن اې په یوه ازموینه کې جوته شوې چې کورني او شنه مچان تر ۶۰۰ ډېرې باکتریاوې لېږدولی شي. د دغو باکټریاوو ډ‌ېره برخه له انساني رنځونو لکه د نس له میکروبونو، د وینو له زهري کېدو او سکاروي یا سینه بغل سره تړاو لري.
تجربو ښودلې چې مچان باکټریاوې په خپلو وْرنو، پښو او څانګونو کې له یوه ځایه بل ته لېږدوي. څېړونکي وایي په حقیقت کې مچ په هر ګام سره یوه باکټریا لېږدوي.

کورني مچان چې په ټوله نړۍ کې یو ډ‌ول دي، د دغو موندنو له مخې ۳۵۱ ډوله باکتریاوې په ځان کې نغښتې لري.
زرغون مچان چې په تودوخه کې ټوکېږي، ۳۱۶ ډوله لري.
د دغو باکټریاوو ډېر ډولونه په دواړو کې لېږدېدلی شي. څېړونکو چې خپله پلټنه یې په «ساینټیفېک رپورټ» مجله کې خپره کړې، وایي ښایي روغتیایي کارکوونکي د ناروغیو په خپرولو کې د مچانو پر ونډه سرسري تېر شوي وي.
مچان
خو څېړونکي له دې سره جوخت دا هم وایي چې مچان خپله ګټورتیا لري او ښایي د ناروغیو د خپرېدو لومړنی خبرداری ورسوي او یا په تنګو سوریو کې د میکروبونو د لټولو له پاره د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې غوندې وکارېږي.
کورني مچان په عمومي ډول په ناولتوبو، خوسا شویو خوړو، د ژویو پر مړو کښېنې او انسانانو او ژویو ته د یو لړ ناروغیو د رسولو وسیله ګرځي.
زرغون مچان له هغو عامو الوتونکو حشرو څخه دي چې په مړو ژویو کې پیدا کېږي.     
Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment