سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Monday, November 27, 2017

افغان لوبغاړی راشد خان په نړیواله کچه

0
افغان لوبغاړی راشد خان په نړیواله کچه اوسمهال د کرېکټ په زړه پورې او جذباتي څېره ده.Image result for ‫راشد ارمان‬‎

د کرېکټ نړۍ دغه تنکي ځلمي په خپله وړتیا نړۍ حیرانه کړې.

وروسته له هغه چې نوموړی د افغانستان لپاره د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال په شل اوره لوبو کې ښه وځلیده د کرېکټ نړۍ پام ور واښت.
راشد خان د هند غوره لیګ یا ای پي اېل د ۲۰۱۷ کال سیالیو تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو، ځکه د دې لیګ یوې لوبډلې سنرایزر حیدراباد په څلوېښت میلیونه هندي روپیو واخیست.راشد خان له بي بي اېم انګرېزي سره په مرکه کې ویلي، کرېکټ یې له کور پیل کړی دی.
"موږ اووه وروڼه یو، موږ لکه د سپورت کورنۍ یو، ټول له کریکټ سره مینه لرو".
دی زیانوي چې لومړیو کې یې له ټینس توپ سره لوبه کوله:
" همغه وخت زما کورنۍ راته وویل چې ته به د کرېکټ ښه لوبغاړی شې"راشد خان له بي بي اېم انګرېزي سره په مرکه کې ویلي، کرېکټ یې له کور پیل کړی دی.
"موږ اووه وروڼه یو، موږ لکه د سپورت کورنۍ یو، ټول له کریکټ سره مینه لرو".
دی زیانوي چې لومړیو کې یې له ټینس توپ سره لوبه کوله:
" همغه وخت زما کورنۍ راته وویل چې ته به د کرېکټ ښه لوبغاړی شې".راشد خان د کرېکټ نړۍ پښتون لوبغاړی شاهد اپریدی او هندی لوبغاړی انیل کومبلې خپل ایډیال بولي.
دی وايي، ټولو شل اوره لیګونو کې یې تر ټولو ښه تجربه په ای پي اېل کې وه او ډېر څه یې زده کړل.
"هلته ښه لوبغاړي، ښه روزونکي وو او ډېر څه مو زده کړل، هلته ډېر ښه وخت تېر شو او ډېر ترې خوښ یم".
* دی وايي دې ته لېوال دی چې اسټرالیا ته لاړ شي بېګ باش اتلولیو کې لوبه وکړي او دا به د ده لپاره نوې تجربه وي.
نوموړی د اسټرالیا د سپینر لوبغاړي شین وان سره د لیدلو هیله هم لري او زیاتوي، هیله یې وه چې پخوا ور سره وویني خو تراوسه داسې نه دي شوي.
د تېر سپټمبر پر ۱۴ د اسټرالیا په شل بېګ باش لیګ کې لوبېدونکې د ایډلیډا سټرکر لوبډلې وویل چې سږني لیګ کې به راشد خان د دوی په ګټه لوبه وکړيImage result for ‫راشد ارمان‬‎.
اتلس کلن راشد خان چې د هند او بیا کاربین غوره لیګ کې سږ کال وځلېد، لومړی افغان لوبغاړی دی چې د اسټرالیا دغو اتلولیو کې برخه اخلي.له هند غوره لیګ وروسته د کارابین کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې راشد خان تاریخ جوړ کړ او په لومړي ځل یې هېټرېک وکړ.
دا په سي پي اېل کې لومړنی هېټرېک دی. د راشد خان هم لومړنی هېټرېک دی.
راشد خان تېره افغان شپږیزه کې بي بي سي ته د دغه هېټرېک په یادولو سره وویل، تر هغه چې په کرېکټ کې د کرابین غوره لیګ سیالۍ وي، د ده د هېټریک له امله به د افغانستان نوم ور سره یادېږي.
نوموړی په شپږیزه کې د بند امیر لوبډلې مشر و او پایلوبه یا اتلولي یې وګټله.
Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment