وښود.
نوموړی نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د
وینا پر مهال وویل چې د افغانستان حکومت د هېواد په بهر په جګړو کې د
افغانانو د ګډون ملاتړ نه کوي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې په دې اړه د
ملي یووالي حکومت دریځ روښانه ده او پو نورو هېوادونو په جګړو کې د
افغانانو برخه اخیستل د حکومت تکلاره نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو
کې داسې راپورونو خپره شوې چې ګواکې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس
مرستیال په ایران کې د فاطمیون له کنډک څخه لیدنه کړی او په ترڅ کې یې د
سوریې په جنګ کې د ګډون او بریا په خاطر له دغه کنډک، افغان ځوانانو او
نورو کسانو څخه ستاینه کړي دي.
نوموړی د ایران په پلازمېنه تهران ښار کې
په یوه غونډه کې د وینا پر مهال د ایران د انقلابي ګارډ ساتونکو قوماندان
جنرال قاسم سلیماني چې د فاطمیون کنډک مشری یې غاړه لري او د حزب الله مشر
حسن نصرالله څخه هم ستاینه وکړه.
ښاغلي محقق دا هم ویلي چې په سوریه کې جنګ د
کفارو او اسلام ترمنځ جنګ وه او د ایران، افغانستان، پاکستان وکړو او نورو
کسانو څخه مننه وکړه چې په دغه جنګ کې د ترهګرو د ماتولو په خاطر ګامونه
پورته کړي.