
ا افغان کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې دې ځلې افغان لوبډله د انټرکانټېنینټل کپ
سیالیولپاره متحده عربي اماراتو ته خوځيدلې چې دبریا نښې لیدونکي دي.
په همدې اړه د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دیوې خبري سرچینې
سره دخبروپه مهال ویلي چې افغانستان د انټرکانټینینټل يا د لویو وچو جام د
سیالیو په وروستۍ لوبه کې له کوربه متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي چې
په ګټلو سره یې د دغو سیالیو اتلولي خپلوي.
یادونه شوې ده چې افغانستان دیادو سیالوپه نوملړ کې دامهال ۱۰۱نومرو په
درلودلوسره لومړی مقام اوایرلینډ په ۸۹ دوهم مقام ترلاسه کړی دی.
یاده ده دې وي چې یادو سیالیوته به محمد نبي او راشد خان چې د بنګله دېش
په غوره لیګ سیالیوبوخت دي ،هغه به هم دې سیالیوته ځان رسوی اوهلته به
لوبیږی.