سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Monday, November 27, 2017

افغانستان کې د روسیې پوځي مداخلې په اړه د حامد کرزي دریځ

0
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي د سوریې په جنګ کې د روسیې پوځ د ایران او ترکیې په ملاتړ یوه مهم رول لوبولی دی خو د افغانستان په هکله ښاغلي کرزي وایي مسکو کولای شي د اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیکو مرستو په وسیله یوه مهم رول ولوبوي.
نومړی د روسیې سپوټنیک دولتي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال وویل چې امریکایي ځواکونه هم باید په افغانستان کې خپل پوځي عملیات بند کړي او په افغانستان کې د موجود تاوتریخوالو د حل په موخه روسیې باید له امریکا او نورو هېوادونو سره بحث او خبرې پیل کړي.
ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې واشنګټن هم باید د افغانستان په هکله په خپل تګلاره کې بدلون راوړي ځکه افغانستان د نورو هېوادونو د رقابت دګړ نه شي ګرځیدلاي.
د پخواني ولسمشر په وینا، افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه نشي کولای د واشنګټن د ګټو پر اساس له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ چارواکي وایي روسیې، ایران، او پاکستان په وروستیو کې له وسله والو طالبانو سره خپل مرستې ګړندی کړي.

د چارواکو په وینا، روسیې او ایران هڅې کوی د طالبانو په مرسته د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو د نفوذ مخه ونیسي.
Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment