د پاکستان د قانون وزیر استعفا ورکړې
په پاکستان کې له تېرو ۲۲ ورځو مظاهرو د دغه هیواد ولسي حکومت دې ته اړ کړ، چې د قانون وزیر زاهد حامد له دندې لرې کړي.
اوس ښاغلي حامد خپله استعفا د هیواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ته
استولې، چې د ورځې په اوږدو کې به يې ښاغلی عباسي استعفا قبوله کړي.
د قانون وزیر تر هغه وروسته خپله استعفا لومړي وزیر ته واستوله، چې د شنبې په ورځ يې د پنجاب ایالت له مشر وزیر شهباز شریف سره لیدنه شوې وه او پرون یکشنبه بیا ددغه هیواد ولسي او پوځي مشران سره راغونډ شوي وو.د ولسي او پوځي مشرانو ترمنځ به دې غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې د مظاهره چیانو پر ضد له زوره کار نه اخلي او د خبرو له لارې به د دوی احتجاج ختموي او دغه ستونزه به هواروي.

د حکومت او مظاهره چیانو ترمنځ هوکړه لیک
چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال او د مظاهره چیانو لبیک
یارسول الله غورځنګ د مشر خادم حسین رضوي لاسلیکونه پرې شته، ټولې شپږ
غوښتنې شوې دي، چې مهمې غوښتنې يې د قانون د وزیر استعفا او د نیول شويو
مظاهره چیانو خوشي کول دي.
- په دې هوکړه لیک کې لاندي لیکل شوي، چې
دغه خبرې اترې د پاکستاني پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په هلو ځلو شوې
او د هغه د یوه ځانګړي استازي تورن جنرال فیض محمد په مرسته دغه خبرې اترې
کامیابه شوې.

اسلام اباد په فیض اباد څلورلاره په سلګونو قهرجن مذهب پالي مظاهره
چیان له تېرو ۲۲ورځو راهیسې په احتجاج دي او د راولپينډۍ او اسلام اباد
ترمنځ مهمه لاره يې تړلې ده.
د اسلام اباد دغه مظاهره تر هغه وروسته
د پاکستان نورو سیمو ته وغځېده، چې د شنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د فیض
اباد د مظاهره چیانو د شړلو لپاره عملیات پېل کړل.
دغو مظاهره چیانو
چې د پاکستان د قانون وزیر زاهد حامد يې دین ته په سپکاوي تورن کړی، دده د
استعفا غوښتنه يې کوله. خو په پاکستان کې ډېری نور بیا په دې باور دي، چې
اصل کې ددې مذهب پالو مظاهره چیانو تر شا ددغه هیواد د پوځ لاس دی، چې د
لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ولسي حکومت چې (د نوازشریف د ګوند حکومت دی)
نسکورول غواړي.
ښاغلی شریف وړاندې لا د دغه هیواد سترې محکمې د درغلۍ
په یوه قضیه کې له دندې لرې کړ، چې د ښاغلي شریف پلویان يې تر شا ددغه
هیواد پوځ تورنوي.