ښوونکی
ښوونکی هغه ډېوه ده چې په خپله سوزي خو ټولنه
روښانه وي !
ښوونکی
په انساني ټولنه کې د لوی مقام خاوند دی او د هغې سپيڅلې دندې ویاړ پر غاړه لري چې
د هغه پر بنسټ یوه علم پاله، منوره او ښکلې ټولنه رامنځته کیږي. د ښوونکي
په هکله د بېلابېلو نظریاتو خاوندان مثبتې نظریې لري چې د ښوونکي
مقام یې ستایلی دی خو د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د ښوونکي د
مقام په هکله فرمایی: چې ژباړه یې داسې ده: ( په تحقیق سره زه ښوونکی
را لیږل شوی یم). په دې توګه آنحضرت (ص) نه یوازې د ښوونکي د
مقام درناوی کوي بلکي پخپله یې هم ځان د ستر پروردګار له لوري هغه ښوونکی
معرفي کړی دی چې انسانانو ته یې له ظلمت او تیارو څخه د الهي رڼایۍ او د اسلام د
نجات بخښونکي دین په لوري لارښوونه کړې ده او په ټوله نړۍ یې له ختیځ څخه تر لودیځ
او له شمال څخه تر جنوب پورې د رڼا وريښمینې وړانګې د نیکمرغۍ په ارشاداتو کې
شیندلې دي.
د ښوونکي دنده له دې کبله ډیره مهمه او له ویاړونو څخه ډکه ده چې د هغه اړیکه
مخامخ د انسانانو له روزلو سره تړاو لري او د ټولنې هغه رنځونه تداوي کوي چې د
انسانانو روزنه او مغزونه یې تر حملې لاندې راوستلې وي ځکه چې د انساني ژوند هر
راز بریاوې په پوهنه پورې تړلې دي. له همدې کبله ښوونکي
ته زیاتره وخت د ټولنې روغیتاپال یا ډاکتر، د ټولنیزو رنځونو رغونکی، د
وړانګو نوښتګر او د بشریت په منځ کې د پلوشو لوبغاړی هم ویل کیږي.
د ښوونکي ټوله شپه او ورځ له خپلې سپیڅلې دندې سره یو ځای په مصروفیت کې
تېرېږي په داسې ډول چې په درسي ساعتونو کې خپلې دندې ته حاضر او د تدریس په چارو
لګیا وي او له رسمي څخه د فراغت یا رخصتۍ پر مهال د خپلې راتلونکې ورځې د تدریس
پروګرامونه جوړوي، مضمونونه ګوري او راتلونکي لوست ته چمتوالی نیسي. نو معلومېږي
چې ښوونکی په خپله شپه او ورځ کې ډېر کم وخت استراحت او کورنیو چارو ته بېلوي.
د ښوونکي دنده هغه مهال زیاته مهمه بڼه غوره کوي چې نوموړی د خپل نیت او عمل
تر منځ واټن راکم کړي او په داسې یو سپيڅلي نیت خپلو ورځنیو فعالیتونو ته اوږه
ورکړي، د تدریس چارې پر مخ بوزي او د ټولنې د بچیانو په روزلو کې خپل
مسوولیتونه ادا کړي چې موخه یې په سالمې روزنې سره د موجوده نسل سمبالښت او د داسې
یوې روښانه ټولنې رامنځته کول وي چې د پرمختګونو په روښانه پړاونو کې مزلونه وهي،
د دنیا او آخرت د ښېګڼو په تله یې د ژوند ټولې چارې برابرې کړې وي.
د ښوونکي دنده په ټولیز ډول مهمه او د بریاوو ډکه ده خو هغه مهال دا دنده
نوره هم د اهمیت وړ ګرځي چې ښوونکی په اړوند مضمون کې خپله علمي کچه لوړه کړي، خپله مطالعه زیاته او
روزنیزه پياوړتیا جوته کړي او د تخصص درجې ته ځان و رسوي. همدارنګه هر زده
کوونکی یا محصل د خپل اولاد په شان و ګڼي او خپله ټوله پاملرنه د هغوی د سالمې
رزونې د ځواکمنتیا لوري ته جلب کړي.
د اغیزمنو مېتودونو په مرسته د زده کړې لوري ته د زده کوونکو را
جلبول، له پوهې سره د هغوی د مینې او علاقې پیدا کول او په مسلکي روزنې سره د خپلو
زده کوونکو سمبالول د غوره ښوونکو له دندو څخه دي. همدارنګه ښوونکي
کولای شي چې د بریالیو تدریسي مېتودونو په پلي کولو سره خپل زده کوونکي د زده کړې
داسې لارو چارو ته را و بولي چې په لږ زماني واټن او کم لګښت سره ټاکل شوو ښوونیزو
موخو ته و رسېږي.
افغان ولس له خپلو ټولو ښوونکو او د افغاني ټولنې له حقیقي معمارانو
څخه هیله لري چې د خپلې سپیڅلې دندې د ښه پرمختګ لپاره هراړخیزې هڅې په کار واچوي
او د دې هېواد د بچیانو لپاره داسې ښوونیز خدمات وکړي چې د زمانې ټولو علمي غوښتنو
ته مثبت ځواب له ځان سره و لري او افغانان د تورتم له سیاچالونو څخه د پوهې، رڼایۍ
او خودکفايۍ په لوري روان کړي: بختیار
