پریکړه
یوې خواته غلی ناست و، د زاړه څادر یوه ټوټه یې لاندې د خاور په ریګ کې لویدلی وه.
په خړه ځمکه یې څو کرښې را کش کړې، بیا یې دایره ترې تا وکړه . له چپه خوا ورته راتاو شو.
دایرې ته یې وکتل. سر یې د نه په معنا وخوځواه ، بیاښي اړخ ته پورته شو او د ښي لوري څخه ورته په ننداره شو.
د ښي لاس د شهادت ګوته یې د دایرې مینځ کې ولګوله، د ګوتې خپ ته یې په ځیر ځیر وکتل ، بیا یې د خپل ښي لاس د شهادت ګوته له خاورو صفا کړه.
پورته شو. زوړ څادر یې د غاړې تاو کړ او روان شو.
شاته یې را ونه کتل. تر دې چې د کنډو په ګرځیدونکي لار یې د څادر ټوټه هم واړوله .
زه حیران پخپل ځای کې ولاړ وم ، خو د سړي دا کار راته ډېر نا آشنا ښکاره شو.
فکر مې ټول دې موضوع ته واوښت.
زړه مې غوښتل چې ژر پوه شم، خو راته ګرانه وه.
اخر مې خپله تجربه وکاروله.
د سړي غوندې مې څو کرښې په ځمکه وویستې، بیا مې ترې دایره تاو کړه ، له چپه خوا مې ورته وکتل .
دایره کې ننۍ کرښې بدرنګې ښکاریدې.
وروسته له ښي لوري ورته په کتو شوم.
کرښې سمې وې او ښایسته ښکاریدې.
اخر هم پوه شوم چې سړي د مثبت او منفي فکر څومره ښه توپیر په مثال کې وړاندې کړ
وروسته نور هم پوه شوم چې د ژوند هر روا کارته باید د ښي لوري وګورم.
دې باندې هم پوه شوم چې مثبت لید په کارونو کې د بریالیتوب شاهدي ورکوي.
او د شخص رواني وضعیت ورسره کابو کېږي.