الله تعالی په قران کریم کې د دروغجنانو په اړه فرمایلي دي:
فَنَجْعَل لَّعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكٰذِبِينَ
چي كه هر څوك درواغجن وي، پر هغه دي د خداى لعنت وي."
(سورت ال عمران:۶۱ )
په بل ایت کې فرمایلي دي: قُتِلَ الْخَرّٰصُونَ
په اټكل او ګومان سره درواغ ويونكي ووژل شول (لعنت کړل شوي دي)؛
(سورت الذاریات:۱۰)
همدا ډول په بل ایت کې فرمایلي دي:
إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ
الله داسي يو چا ته هدايت نه كوي چي له حده تېرېدونكى او ډېر درواغجن وي.
(سورت المومن غافر:۲۸)
ابن مسعود رضي الله عنه وایی پیغمبرﷺوویل: ( ان الصدق یهدی الی البر وان البریهدی الی الجنته، ومایزال الرجل مصدق، ویتحری الصدق، ختی یکتب عندالله صدیقًاوان الکذاب یهدی الی الفجور وان الفجوریهدی الی النار ومایزال الرجل یکذب ویتحری الکذب حتی یکتب عندالله کذابًا)
ژباړه؛ یقیناً رښتیا نیکۍ ته لارښوونه کوي او نیکۍ جنت ته لارښوونه کوي کوم کس چې رښتیا او د رښتیا فکر کوي (هغه کس) خدای تعالی ته هم رښتینی لیکل(پېژندل) کیږي یقیناً دروغ ګناهونو ته لارښوونه کوي او ګناهونه دوزخ ته لارښوونه کوي کوم کس چې دروغ وایی او یا فکر کوي (هغه کس) خدای تعالی ته هم دروغجن لیکل(پېژندل)کیږي (الصحیحین)
پیغمبر (ﷺ) بل حدیث کې فرمایلي دي:
عن عبدالله بن عمرو، ان رجلا جاء إلی النبي لم ﷺ فقال: یا رسول الله ما عمل الجنة؟ قال: "الصدق، وإذا صدق العبد بر ، امن، وإذا آمن (۱) دخل الجنة " قال: یا رسول الله، ما عمل النار؟ قال: الکذاب إذا کذاب العبد (۲) فجر، وإاذ فجر کفر، وإذا کفر دخل یعني النار"
ژباړه:
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهم نه نقل دي،چې نبي (ﷺ) ته یو سړي وویل: ای د الله تعالی رسوله (ﷺ)!!
د جنت عمل څه شی دی؟
نبي (ﷺ) ورته وفرمایل: رښتیا ویل د جنت عمل دی، کله چې یو بنده رښتیا وایي، نیکي کوي او کله چې نیکي کوي ایمان یې پوره کیږي او کله چې یې ایمان پوره شي جنت ته داخلیږي
نبي (ﷺ) ورته وفرمایل: دروغ ویل (د اور عمل دی) ځکه کله چې بنده دروغ وایي: کناه کوي او کله چې ګناه وکړي کفر ته راښکل کیږي او کله چې کفر ته راښکل شي، اورته داخلیږي ( مسند احمدالرسالة۱۱ ۲۱۶)
همدارنګه.
پیغمبر ﷺ فرمایلي: دي: ایة المنافق ثلاث وان صلی وصام وزعم انه مسلم: اذا حدث کذب، واذاو عداخلف ،واذاوتمن خان.
ژباړه:
د منافق درې نښې دي اګر که دی لمونځ کوي، روژه نیسي او کمان کوي چې زه مسلمان یم: کله چې خبرې کوي دروغ وایي.کله چې ژمنه (وعده) وکړي وفا پرې نه کوي او کله چې امانت وروسپارل شي خیانت په کې کوي (من حدیث ابی هریره)
پیغمبر ﷺ همدا ډول په بل حدیث کې فرمایلي دي: اربع من کن فیه کان منافقاً خالصاً ، ومن کانت فیه خصلته منها کان فیه خصلته من النفاق حتش یدعها: اذا اوتمن خان، واذا حدث ګذب، واذا عاهد عذر، واذا خاصم فجر .
ژباړه:
دا څلور خویونه چې په چا کې وي هغه منافق دی او په چا کې کې یې چې یو خوی وي هغه کې د منافقت یو خوی دی تر هغه پورې چې پرېښودلی یې نه وي: کله چې امانت وروسپارل شي خیانت په کې کوي، کله چې خبرې کوي دروغ وایي،کله چې ژمنه وکړي وفا په نه کوي او کله چې یې جنګ کوي کنځلې نه کوي.
بل ځای پیغمبر ﷺ فرمایلي دي:
درې کسان دي، چې دقیامت پر ورځ ورته الله تعالی د رحمت په نظر نه ګوري: او نه به ورسره خبرې کوي نه به یې احساب پاکوي او دوی لپاره دردونکی غذاب دی
اول: زناګار بوډا ،دوهم: دروغجن پاچا، درییم : کبرجن غریب (رواه مسلم)
او په بل حدیث کې یې داسې فرمایلي دي: ایا کم والظن، فان الظن اکذب الحدیث
ژباړه:
د ګمان څخه ځانونه وساتئ ځکه چې کمان کول لوی دروغ دي( متفق علیه من حدیث ابی هریره اهـــ مشکاة)
او همدارنګه یې یو بل حدیث کې فرمایلي دي: ویل للذي یحدث بالحدیث لیضحك به الناس فیکذب ویل له ویل له
ژباړه:
د هغه کس لپاره عذاب دی چې د خلکو دخندولو لپاره دروغ وایي د ده لپاره عذاب دی، دده لپاره عذاب دی، دده لپاره عذاب دی ( رواه احمد.......)
د دې څخه لوی قسم دا دی چې خدای تعالی په قرانکریم کې ویلي دي:
وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
ژباړه: دوی په دروغو قسمونه کوي او حال دا چې دوی پوهیږي
سورت المجادلة :۲۴
او همدارنګه پیغمبر ﷺ فرمایلي دي: کبرت الخیانة ان تحدث اخاك حدیثاً هو لك به مصدق وانت له به کاذب
ژباړه:
لوی خیانت دا دی چې یو ورور ته دي د دروغو خبره وکړې او هغه یې پخلۍ وکړي.
تیر پسی..
پیغمبر ﷺ فرمایلي دي: ثلاثه لا یکلمهم الله یوم القیامة ولا ینظر الیهم ولا یزکیهم ولهم عذاب الیم: رجل علی فضل ماء یمنعه من ابن سبیل، و ولرجل بایع الرجلا سلعة فحلف بالله لاخذتها بکذا و کذا فصدقه واخذها وهو علی غیر ذلك،والرجل بایع الا ماما لا یبایعه الا للدنیا فان اعطاه منها وفي له وان لم یعطیه لم یف له .
ژباړه:
خدای تعالی به د قیامت په ورځ د درېو کسانو سره خبرې نه کوي نه ورته د مهربانی په سترګه ګوري او نه هم د دوی ( حساب) پاکوي او د دوی لپاره دردونکی عذاب دی: هغه کس چې ډیري اوبه ورسره وي او مسافر ته یې نه ورکوي، هغه سود اګر چې په قسم کولو خپل مال خرڅوي چې قسم په دې دومره مې اخیستی دی او هغه یې ومني او ورڅخه یې واهلي او بل هغه مشر چې د پیسو د لاسته راوړلو لپاره تړون( بیعت)کوي که پیسي یې لاسته ورشي بیعت کوي او که ورته ورنه شي نه یې کوي. (رواه د،ت،وحسنه ر،والبیهقي من حدیث بهز بن حکیم، عن ابیه عن جده اهـــ ترغیب)
په بل حدیث شریف کې راغلي دي: من تحلم بحلم لم یره کلف ان یعقد بین شعیر تین ولیس بعاقد
ژباړه:
که څوک یو خوب ووایي او هغه یې لیدلی نه وې ( د قیامت په ورځ به یې خدای تعالی )دوو تړلو اوربشو ته اخته کړي او هغه به نه شي خلاصولای)
(رواه الجماعة الترمذي کلهم من حدیث ابي هریره)
پیغمبر ﷺ فرمایلي دي: افري الفری علی الله ان یری الرجل عینیه ما لم تریا .
ژباړه:
په خدای تعالی باندې لوی دروغ تړل دا دې چې یو سړی ووایي: په خوب کې مې دا ډول شیان ولیدل او حال دا چې هغه یې نه وې لیدلي.
(وفي روایة: ولن یفعل، وللحدیث بقیة)
همدارنګه: ابن المسعود رضي الله عنه: وایي: ( څوک چې دروغ وایي او یا د دروغ ویلو سوچ کوي د هغه پر زړه تور داغ جوړیږي تر دې چې ټول زړه یې ونیسي او هغه کس خدای تعالی ته هم پیژندل کیږي مسلمان ته پکار دي چې خپله ژبه د خرابو خبرو څخه وژغوري او یو اځي سمي او صحیح خبري پرې وکړي او یا چپ کیني چپ کیناستل هم کامیابي ده
په بخاري شریف کې د ابوهریره څخه روایت دی چې پیغمبر ﷺ وویل: من کان یومنس بالله والاخر فلیقل خیراً او لیصمت.
ژباړه:
که څوک په خدای تعالی او د اخرت په ورځې ایمان لري نو ښې خبري دې وکړي او یا دي چپ کیني (متفق علیه)
پورتنی حدیث په دې باندې ښکاره دلیل دی چې که څوک د خیر خبره کولای شي ودې کړي او که نه چپ دي کیني او چپ کیناستل هم کامیابي ده.
ابو موسی رضي الله عنه وایي پیغمبرﷺ ته مې وویل؛ ای د خدای تعالی پیغمبره! کوم مسلمان ښه دی؟ پیغمبر ﷺ وویل:( من سلم المسلمون من لسانه ویدیه )
ژباړه؛: د چا د ژبي او لاس څخه چې نور مسلمانان خوندي وي.
په الثحیحینو کې روایت شوی دی:( ان الرجل یتکلم بالکلمة ما یتبین فیها ــــ ای ما یفکر فیها بانها جرام (یهوی بها في النار ابعد مما بین المشرق المغرب )
ژباړه:
که یو سړی خبرې کوي او په خبري باندې سوچ ونه کړي چې دا حرامه او که نه ده په دې خبره به دا کس په دوزخ کې په دومره لري فاصله واچول شي لکه د ختیځ او لویدیځ ترمنځه.
(من حدیث ابي هریره ورواه س ایضاً کمافي الترغیب)
د امام ملك په موطا کې د بلال بن الحارث المزنی څخه راویت شوی دی چې پیغمبر ﷺ وویل: که یو سړی یوه خبره وکړي چې د خدای تعالی رضا په کې وې د ده دا خیال هم نه وي چې ثواب لري خدای تعالی ورته د قیامت تر ورځې پورې خپله رضا لیکي او که یو سړی یو خبره وکړي چې خدای تعالی پرې غوسه کیږي، د ده دا خیال هم نه وي چې عذاب لري خدای تعالی ورته د قیامت تر ورځې پورې خپله سخطي لیکي .
(الترمذی..........،...)
د یو بزرګ څخه پوښتنه وشوه چې تا د ادم په اولادې کې څومره عیبونه لیدلې دي؟ هغه وویل ( عیبونه یې د حساب څخه وتلي دي خو څومره چې ما شمېرلي دي هغه اته زرو ته رسیږي. یو خوی یې زه پیژنم که دوی یې خپل کړي نو نور ټول عیبونه به یې پټ شي او هغه د ژبې ساتل دي).
د ژبې حفاظت د علم سبب دی ::
څوک چې ډېرې خبرې کوي، ذهن، او حافظه یې کمزوري کېږي، له رواني ناروغیو سره مخ کیږي او د خلکو ترمینځ یې اعتبار او هیبت هم کمیږي، همدا لامل دي، چې د ژبې ساتنه پر دین د پوهې لامل ښودل شوی دی: لکه چې حسن رحمة الله فرمایي"
(ما عقل دینه، من لم یحفظ لسانه" )
ژباړه:
څوک چې د ژبې سانته ونه کړي پر دین نه شي پوهېدلای.
