فرض کړئ د شېراباد خلک د نېختې د کوم هزار پر کور ور اوښتي وای، دوه يې وژلي دوه ټپيان کړي او دوه يې يرغمل کړي وای، او داسې ظلم يې کړی وای لکه دوی چې له شېراباديانو سره کړی دی، نو ايا بيا به هم د حکومت چلند همداسې سوړ و. زما باور دی چې د نورو اقداماتو ترڅنګ به د وزيرانو په کچه مشران اوس د خواخوږئ په موخه نېختې ته رسېدلي وای. خو نن چې له پښتنو سره ظلم شوی دی ولې يې څوک کيسه کې نه دي؟ ښايي لامل به يې دا وي چې فکر کېږي پښتانه هسې هم له ظلم سره عادت دي او يا دا چې نه مشر لري، نه قايد لري، نه رهبر لري او نه د غږ پورته کولو ادرس لري، نو دغسې يوه قوم ته ولې پام وشي؟ خو دا بايد په ياد ولرو، چېرته چې عدالت نه وي خای يې يوازې بېعدالتي نه نيسي بلکې لسګونه نورې ستونزې هم پيدا کېدای سي. حکومت بايد د خلکو غږ واوري او خلک حق لري چې له حکومته پوښتنه وکړي. دا نه کوم مخالفت دی، نه بغاوت دی، نه سرکشي ده او نه عدم اطاعت. هېڅوک بايد ظلم ته د قوم، سيمې او نورو هويتونو له سترګو و نه ګوري. ظلم، ظلم دی او بس.
Hafiz Hamim
