![]() |
| Add caption |
پیغام وړاندې کاږي چې په دې برخه کې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په اړه یې کوم اختلاف هم د طالبانو تر منځ نه دی موجود.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د اوربند په هلکه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري او دا یو ډول ناسم تبلیغات دي.
په دې استول شوي پیغام کې دا هم رد شوي چې ګواکې د طالب مشرانو تر منځ دې اختلاف وي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په دغه پیغام کې وړاندې ویل شوي چې "واقعیت دادی چې طالبان د اوربند تصمیم نه لري" وړاندې وايي چې امریکایانو د جګړې او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې او پر همدې مسله د طالب مشرانو تر منځ مشورې روانې دي او بس.
تر دې وړاندې د افغان طالبانو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته منلې وه چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ کوټې او بیا پېښور ښار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له شوراګانو سره کتلي، او له امریکایانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه یې سلا مشورې کړې دي.
دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، له څه مودې راهیسې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د اوربند پر موضوع خبرې روانې دي او ښایي نژدې ورځو کې یې پایله مالومه شي.
بل لور ته د طالبانو یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د طالبانو مشرتابه پر اوربند هوکړه کړې ده، خو هلمند کې د دې ډلې جنګي مشران له دې پرېکړې سره مخالفت لري.
