د خوست ولایت پوهنیز ډګر د هېواد په سطحه د ستایلو وړ دی
په خوست کې له نوموتي الازهر خصوصي ښوونځي څخه
۱۱ زدکوونکي په خورا شندارو مراسمو فارغ شول
په خوست کې له نوموتي الازهر خصوصي ښوونځي څخه
۱۱ زدکوونکي په خورا شندارو مراسمو فارغ شول
مراسم د جرګو پهٔ تالار کې د پنځم با ټولکي زده کوونکي حافظ طلحه لهٔ خوا د کلام پاک د مبارکو اياتونو پهٔ تلاوت
پيل شول.
د ملي سرود او ترانې اوروٙلو وروسته د الازهر خصوصي عالي لېسې مشرتابهٔ محمد دراز وحدت پيليزه وينا وکړه، نوموړي راغلو مېلمنو او د زده کوونکو والدينو ته د ښهٔ راغلاست او تشريف اوری ترڅنګ د الازهر پهٔ ۵ کلن بريالي پس منظر مفصلې خبرې وکړې؛ او ۱۳۹۸ ښوونيز کال يې د لاسته راوړنو کال وبالهٔ، چې پهٔ لړ کې يې الازهر خصوصي عالي لېسې ته د جمهوري رياست پهٔ لزومديد د پوهنې وزارت لهٔ لوري لومړۍ درجه ستاينليک ورکړل شو.
د فراغت مراسمو نور ويناوال د لويې پکتیا ځدراڼو قوم ټولنيزې شوری مشر الحاج مارک ځدراڼ، او د مشعل خصوصي عالي لېسې مدير اسلام خان ژوند ؤ چې، فارغينو ته د مبارکۍ تر څنګ يې پهٔ خصوصي سکتور ښوونيزه برخه
کې د الازهر رول اوچت ياد کړ.
د غونډې پهٔ منځ، منځ کې د لېسې زده کوونکو پهٔ پښتو، دری، عربي، انګليسي، او اردو ژبو مقالې او مطالب وړاندې کړل؛ چې د حاضرینو د دراندهٔ هرکلي سره مخ شول.
کيمياوي تجربې، او تمثیلي ټوټې هغه څهٔ ؤ چې د غونډې ګډونوالو زياته پاملرنه يې جلب کړه.
د فراغت غونډې دويمه برخه نمره خواني ته ځانګړې شوې وه چې پهٔ پيل کې يې سرښوونکي حميدالله ترابي کلنی ګزارش وړاندې کړ. دوولسم ټولګي ۱۱ تنو زده کوونکو او عمومي اول نمره زده کوونکو ته د بری ليکونو ورکولو وروسته هغه زده کوونکي هم د ادارې لهٔ خوا وستائل شول چې پهٔ ممتازه درجه يې لوړو ټولګيو ته ارتقاء کړې وه.
د فراغت غونډه پهٔ داسې حال کې چې د ويندويۍ چارې يې د محمد مبين لهٔ خوا پرمخ وړل کېدې، د ماسپښين پهٔ ۱ بجه د مفتي صاحب ظاهر ګل لهٔ لوري د يو آزاد، آباد، او پهٔ ښوونه، روزنه بسیا هيواد د دعايې پهٔ ويلو پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د فراغت غونډې پهٔ يادو مراسمو کې د يو شمېر خصوصي ښوونځيو مسؤلينو ترڅنګ زده کوونکو
هم ګډون کړی ؤ.
پاتې دې نه وي چې انجينر فيصل حبيبي د الازهر خصوصي ښوونځي ادارې څخه د ممتاز ښوونکي ډالۍ ترلاسه کړې


