سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Monday, March 16, 2020

د ناچارۍ دید / شاه مزار سیال

0
د ناچارۍ دید!
د لمر مینه بښونکې پلوشې د ښار پر دردمنو ځلېدونکي الهامونه وېشل ؛خؤ ما څۀ نه لیدل،د ژؤند له خیالاتو او تخیل بیخي ستؤمان شؤی وم ، خو سره د ددې ټولو فکر یؤړم،آن تر دې چې د خپلې ځوانۍ خاطرې مې په خورا نااشنا ډول بیانولې؛ یؤه یؤ ناڅاپۀ راباندې د خیال په لړۍ کې غږ وکړ ، زمریۀ پاڅه!!
اؤس د خوبونو او خیالاتو وخت ندی ؛پاڅېدم د غریبۍ او بې وسۍ انتهایي اسویلی مې له خولې ووت ؛د بل چا محتاج ؤم،د زؤی لاس مې ونیؤ،چې تر بازارۀ مې ورسوي ؛خو ما فکر ؤکړ چې زوی د الله ج یو لوی نعمت دی،په همدې فکرؤنو کې ؤم؛ښار ته د ننوتؤ سرۀ سم مې زوی وویل:پلارۀ!
ستا هغه ملګري ته بۀ ورشؤ!
ومې وویل:ستا چې خوښه وي سمه ده وربه شو،په کرارو قدمؤ ور وړاندې شؤم، د ښار بې خونده غالمغال د تل پۀ څېر دوام لره په ښار کې بیلابیلې خبرې کیدې ګنګوسې وې او یؤ لوی کړنګهار مې تر غوږ کېده له زوی ته مې وویل یؤ سړی راته را ایسار کړه چې ترې د حال پوښتنه وکړو سترګې مې پټې وې لکړه مې ودروله یؤه شېبه د غال معال پر وړاندې بې تفاوته شؤم زوی مې یؤ چا ته وویل ماما زما پلار درنه پوښتنه .... هغه خبره ورغبرګه ماتې پیسې نه لرم، ویلی یې نه شم چې په هغه حالت کې پر ما څۀ تېریدل، بلاخره وپوهېدم چې دا خلک پر بېلا بېلو الفاظو دکرونا پر اړوند غږیږي، نو زما سؤچ یې هم د دوی موضوع ته تبدیل شو،دوکان ته لۀ داخلیدؤ او سلام اچؤلو وروستۀ مې د پښتنو د رواج سره سم لاس او غیږۀ میلاویدل غوښتل چې یؤه وویل یې زما نه لیرې اوسۀ ته کــــرؤنا یې؟!
خپلې غریبانۍ ته پۀ ژړا او فـــریادؤنو کې شؤم؛او زړه راته بې درغه د ګیلو یؤ لوی ځنځیر راپرانېست ما ویل پښتانه خو پخوا داسې نه وو؟!
نن غریب ترهګر هم دی، غریب سوالګر هم دی، غریب کرونا هم دی او غریب بلا هم ...
زوی ته مې پۀ ژړغوني ډؤل اشاره وکړه چې له دوکان مې بهر کړي 
هسې سوچ ته راغله چې پښتانه هیڅکله هم دومره بدرنګه نه وو د پښتنو انداز داسې نه وو، د پښتنو کردار داسې نه وو خو هرڅه بدل کړل هغه هم دوه خبرو ـــ پیسو او خودغرضۍ
【کامل مؤمن هغۀ دی،چې یو مسلمان یې د لاس؛ژبې څخه په ضرر کې نۀ وي】
پای!

Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment