وخت او ارزښت یې!
لیکنه: توریال ( کړوخېل) 
ښایي تر ټولو لویه ستونزه چې په نړۍ کې خلک ورسره مخ دي ( دوخت فقر) وي، وخت چې تر هر څه اړین او قیمت ترینه څېز دی، چې یوه ثانیه یې هم دنړۍ په بیه نشو پېرلی او ګرځولی، دنومړي مدیریت کول او ښه استفاده ورځینې کول دبرياليتوب لومړی شرط ګڼل کیږي،
هر څوک دا شکایت کوي چې کار مې ډېر خو مګر وخت مې ډېر کم دی او له همدې امله حتا دشخصي ژوند ( کورنۍ، دوستانو، خپلوانو)  او نورو ته هم وخت نشي موندلی،
چې په همدې غلط فکر کې تر ډېره همداسې ګير پاتې وي او نه پوهیږي چې څه وکړي؟ 
که راشو زموږ هیواد ته زیاتره هیوادوال مو له دغه ستر نعمت څخه ښه استفاده نه کوي او په ساعتونو ساعتونو یې په بېځايه کارونو، خندا، ټوکو ټکالو، نشو تماشو، بې ځایه کښېناستلو، او زیاتره یې بیا په بې ګټې او اضافي خوبونو او نورو تېروي،
دوی په دې نظریه چې دهر عادي انسان لپاره له ۸-۱۰ ساعتونو خوب کول اړین دي خپل وخت دشپې دخوب تر څنګ دورځې هم په ساعتونو بې ګټې او بې ضرورته خوب باندې تېروي، دا نظریه د ساینس تازه څېړنو غلطه ثابته کړې او دهر بریالي او مشهور شخص جوړېدلو لپاره یې دزيات کار او کم خوب ښوونه کړې ده،
دنړۍ زیاتره مشهور او مالداره خلک لکه: دمایکرو سافټ کمپنۍ مشر بلګېټس ۷ ساعته، ټامسن ایډېسن ۳ ساعته، بارک اوباما ۴ ساعته، ډونالډ ټرمپ له ۳-۴ ساعته خوب کوي، خپل وخت نه پرې ضایع کوي او په همدې بسنه کوي، چې تر ټولو لوړ او مالداره دي، 
بله خوا زياتره ځوانان دغلط فکر او نظریاتو پر اساس لکه: ځينې ځوانان وایي چې ژوند دوه ورځې ده راځه په نشو، مستۍ، بې ځایه خندا، لوفرۍ او نورو یې تېر کړه، خو نا ستا دپيدايښت او منځته راتګ هدف دا نه دی او نه دې دښه ژوند تېرولو، پرمختګ او هوساینې لپاره ښه نظریه ده، 
دا ډول ځوانان ټولنې ته هېڅ ګټه نه لري او په دنیا کې یې ژوند کول بې مانا دي، 
دغه ډله خلک په حقیقت کې ددغه ستر نعمت له ارزښت څخه بې خبره دي او په دې نه پوهیږي چې زه څه کوم او زه دڅه لپاره پیدا یم، هیواد څه ته وایي؟
پرمختګ څه ته وايي؟ انسان پالنه څه ته وایي؟
او ځینې نور .....
خو که وګورو ملامت هم نه دي، زموږ ټول عمر په بې وزلۍ، جنګ جګړو، ناخوالو، ورور وژنې او پردي پالنه کې تېر کړی، دنوي او عصري ژوند له خونده، تعلیم، پرمختګ، هوساینه، بریالیتوب او ښه ژوند څخه نا خبره یو،
بله خوا ځینې کسانو دخپل ژوند دمخته وړلو لپاره دځینو کارونه کول دوخت ضایع بولي او له دغه کارونو څخه شکایت کوي لکه دوکانداري، موټر چلونه، ورځينۍ مزدوري، عسکري، خیاطي او داسې نور کسبونه،
خو نا دا دانسان خپله لټي ده او دځان لپاره بهانې او حیلې جوړول دي، که څوک وغواړي په ریښتیا سره له خپل وخت څخه ښه استفاده وکړي، ددغو کارونو تر څنګ هم هر څه کولی شي، اوسنۍ نړۍ له پخوانۍ هغې سره ډېر توپیر لري او کولای شئ له یادو کارونو سره، سره خپل ټول پلانونه په ښه توګه تطبیق کړای شئ،
د آمداد خودرو په وینا: هر موټر چلوونکی په معمول ډول سره په کال کې له شل زرو څخه، تر څلوېښتو زرو کیلو متره پورې په موټر کې مزل کوي ( هر کال له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ساعتونو پورې په موټر کې تېروي)  
نو ددې پر ځای چې دی دغه وخت بې ګټې تېر کړي کولای شي دراډیویي خپرونو تر ټولو اغېزمن یې دځان لپاره وټاکي او ښه استفاده ورڅخه وکړي، چې په دې توګه به یې دخپل وخت دضایع کېدو مخه نیولي وي،
میلیاردر بلګېټس دمایکروسافټ کمپنۍ مشر څخه یوه ورځ درې سوه امریکایي ډالره په ځمکه پرېوځي، عجیبه خو یې دا چې دی له دغه درې سوه ډالرو څخه هغه خپل دوه یا درې ثانيې وخت بهتر ګڼي، دغه پیسې نه پورته کوي او خپل کار ته دوام ورکوي، بلګېټس نه کبرجن وه، نه پیسې پرې زیاتې شوې وې او نه کومه بله خبره وه، ده ته هغه خپل وخت ډېر ارزښتمن وه او هغه درې یا څلور ثانيو څخه یې زیاته ګټه اخیستی شوای،
همدارنګه تل هڅه وکړئ چې دخپل ارزښتمن ژوند مهمې دقیقې او ثانيې په ښو کارونو کې مصرف کړئ، افلاطون وایي: (ستاسې ژوند ډېر لږ دی، کارونه مو ډېر دي، هوښيار خلک هغه څوک دي، چې دا لږ ژوند په ښو کارونو کې مصرف کړي)
یو خو به مو دهغې دنیا لپاره یوه څه توښه برابره کړې وي او له بلې خوا به مو ټولنې او خلکو ته هم زیاته ګټه رسولي وي او په یو ځوان باندې هیواد او ټولنه همدا حق لري چې خپل هيواد او خلکو ته خدمت وکړي،
نو که غواړئ چې تل بريالي او له نورو څخه وړاندې واوسئ خپل وخت مدیریت کړئ او له هرې ثانيې څخه یې ښه استفاده وکړئ، دوخت دضایع دمخنیوي لپاره تر ټولو اړین باید تاسې دځان لپاره ورځنی مهالوېش ولری او دهماغه مهالوېش مطابق مخته ولاړ شئ، ددې کار لپاره خپل کارونه په درې برخو ووېشئ لومړئ: هغه کارونه چې ډېر درته اړین دي جلا ولیکئ او لومړی یې سرته ورسوئ، ددې په جریان کې هېڅ کار وروسته یا بل وخت ته مه پرېږدئ، دوهمه درجه کارونو کې هم لټي مه کوئ، په سرته رسولو کې یې مسکا وکړئ ځکه درته مهم دي، دریمه درجه کارونه شاید غېرې مهم وي، که وخت مو وه نو سبا ته یې مه پرېږدئ، سبا شاید له دې څخه هم زیات مصروف اوسئ، او که وخت مو نه وه ځان مه پرې ستړي کوئ، 
که وګورو دنړۍ ډېر خلک په دې هیله چې دا کار به سبا وکړم له دنیا څخه تللي دي او هغه کارونه یې نيمګړي پاتې شوي، نو نن خپله وروستۍ ورځ وګڼئ، له هرې ثانيې څخه یې ښه استفاده وکړئ، هر پلان چې لرۍ همدا نن یې تطبیق کړئ، له وخت څخه ښه استفاده وکړئ، بریالیتوب مو په تمه ده .
 

