سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Thursday, April 2, 2020

ستا ایمان / ایوب الرخمن سالک

0
موږ هره ورځ د ايمان خبرې اورو. عالمان، عوام، مشران، کشران، سړي، ښځې؛ ټول پې غږېږي. خو ايا تاسو تراوسه پوھ شوي يئ، چې ايمان څۀ ته وايي؟ تراوسه هم فکر کړی، چې ايمان څنگه مالومولی شوو؟ 
فکر کوم نه. زۀ پوهېږم. موږ يوازې د ايمان دعوی کوو؛ خو پې پوهېږو نه. تاسو خپله فکر وکړئ، کله چې موږ ته داسې يؤ پيغمبر صلی الله عليه وسلم راغلی وي، چې: پۀ دې دنيا کې يې ساری نۀ وي. د هر څۀ پۀ اړه يې مالومات راکړي وي. هر څۀ يې داسې راته واضح کړي وي، چې هېڅ اړنگ پکې نۀ راته پيدا کېږي؛ نو ولې بايد موږ دومره جاهلان واوسو؟
حقيقت دلته دی، چې موږ ايمان نۀ دی پېژندلی.

زۀ لۀ تاسو يؤ څو پوښتنې کؤم، که ځواب مو "هو" وي؛ خو ايمان مو قوي دی. که ځواب مو د "هو" او "نه" ترمنځ وي؛ نو ايمان مو پۀ منځني حالت کې دی او که نه "نه" وي؛ نو وډار شئ‌. 
۱- کله چې يؤ څوک محفل ته درته راځي؛ لاس داسې ورکؤئ، چې‌ د مقابل کس ټوله پاملرنه جذب کړئ او که نه پۀ خپلو خبرو بوخت يئ او يوازې لاس ورغزؤئ او مقابل کس زړۀ ماتی کؤئ؟
۲- کله چې پوھ شوئ، څوک درنه خپه شول؛ هېرؤئ يې او که تر سهاره او حتی دوه ورځې مو پۀ زړۀ کې وي؟
۳- کله چې د جماعت د لمانځۀ وخت شي، تاسو پۀ کار کې بوخت يئ، يا فلم گورئ، يا باران ورېږي، يا ږلۍ ورېږي، يا سخت ساړۀ دی؛ جومات ته ځئ؟
( هغه ايمان چې تا جومات ته نۀ شي بېؤلی؛ نو جنت ته به دې څنگه بوځي؟)
۴- د مسلمان زړۀ ته گورئ او که يوازې ازلانه خبرې دي کوئ يې؟
۵- ښو ته رابلنه کؤئ، لۀ بدو خلک منع کؤئ او که يوازې وايئ: د هر چا خپل کار دی؟
۶- پۀ اسلام مو زړۀ دردېږي او که بې پروا يئ؟
۷- ښو کارونو ته ډېره بيړه کؤئ او که وايئ: بله ورځ به يې وکړم؟

بې شمېره نورې پوښتنې هم شته؛ خو دلته همدغه اووۀ بس دي. تاسو اوس ځانونه پکې وتلئ او بيا ووايئ، چې ايمان مو پۀ کومه درجه کې دی؟
ايوب الرحمن سالک
Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment