یوه سړي غوښتل چې د علماوو په تبيتونو باندې پوه سي، چا ورته په عربستان کې یو لوی شیخ وښودو، هغه ته ورغی او و ورته یې وویل: غواړم چې د علماوو په تبيتونو پوه شم، عالم ورته یو ځاې وښودو چې هلته لاړ شه
|  | 
| Add caption | 
 په یوه کوټه درې علماء ناست دي هر یوه ته د څټ له طرفه یو کلک سوک ورکړه چې کوم عکس العمل درسره وښيي ماته يې ووايه، دا نفر هغې کوټې ته لاړو او هماغه درې علماء پکې ناست ول، لومړي ته یې چې سوک ورکړ هغه سمدستي ورپسې راجيګ سو او همداسې يو سوک يې ده ته هم ور حواله کړ او بيرته په خپل ځاې کښيناست. دوهم ته یې چې سوک ورکړو هغه هیڅ کوم عکس العمل ښکاره نکړو، درېیم ته يې چې سوک ورکړو هغه راجيګ سو په لاس یې ښکل کړو نور یې هیڅ ورته ونه ویل، سړي درې عجیب او مختلف حقايق ولیدل زیات حیران سو، بيرته هماغه عالم ته راغلو ټوله کیسه یې ورته تکرار کړه، عالم ورته وویل: لومړي عالم ځکه سوک درکړو چې د هغه فکر دا وه چې ماته یې سوک راکړو زه به هم سوک ورکړم کیسه به همدلته خلاصه سي د الله د عذاب نه به په امان وي، دوهم ځکه خاموشه سو هیڅ یې په بدل کې ونه ویل هغه فکر وکړو چې دا خو ناپوهه دی زا د الله د رضا لپاره يې معاف کړه، درېیم ځکه په لاس ښکل کړې چې هغه دا فکر وکړو چې ماته خو یې ضرر ورساوه، خو د بلې طریقې نه کار واخله په لاس يې ښکل کړه چې زړه یې نرم سی په راتلونکي کې چا ته څه ونه وایي.
ژباړه: داکتره راضیه مفیضه
 
