سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Tuesday, May 12, 2020

ورور خپله ۱۴ کلنه خور د فېسبوک له کبله ووژله

0
په اردن او ځینو عربي هېوادونو کې پر خواله رسنیو وروسته تر هغه ډېره غوسه وښودل شوه، چې یوه ورور خپله ۱۴ کلنه خور د فېسبوک له کبله ووژله.
۲۵ کلن ځوان پر ۱۴ کلنې خور د چړې ګوزار کړی او په شا کې یې وهلې ده، چې د ډېرې خونریزۍ له کبله مړه شوې ده.
دا ځوان په عمدي وژنه تورن شوی چې اوس په توقیفځي کې دی.
سیمه ییزو رسنیو د اردن د یوې امنیتي سرچینې له خولې ویلي: "دا جرم د مې پر لسمه سهار مهال شوی، چې د کورني تاوتریخوالي یوه برخه ده.‌"
ګڼو اردنیانو پر خواله رسنیو د قاتل د اعدام غوښتنه کړې او همدا هټګ یې کارولی او تر ۱۵ زرو ډېرو کسانو لاس په لاس کړی دی.
په اردن کې د ښځو د چارو ملي جرګګۍ مشرې سلمی النمس ویلي، دا جرم پر ښځه او نجلۍ د نرواکۍ یوه بېلګه ده.
دا وايي، له بده مرغه ګڼ خلک دا ډول کړنو ته چکچکې وهي او دا فردي عمل ګڼي.

Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment