د خوست او پکتیا ولایتونو د سرحدي ولسوالیو ترمنځ ګډه هوکړه وشوه 
د خوست او پکتیا عمومي لارې په مسیر کې ، مېشتو څلورو ولسوالیو ملکي او نظامي مسؤلینو ،د کرونا وبا څخه د ولس ژغورنې ،د لارې د ښه امنیت او خپلو کې د ښې همغږۍ ساتلو د شریکو همکاریو په ترسره کولو ،یوې ګډې هوکړې ته ورسیدل. 
دغه ناسته چې د خوست شمل دوه منده ولسوال ګلاب منګل په نوښت، د لومړي ځل لپاره د وزې ځدراڼ ولسوالۍ ته رابلل شوي وه، چې پکې د شمل دوه منده ولسوال، دامنیتي او کشفي مسؤلینو د پکتیا ولایت اړوند د ګردې څیړۍ، ښواک او وزې ځدراڼ ولسوالانو، امنیه قومندانانو او د ملي امنیت مدیرانو برخه لرله.
ناستې ته د ددوه منده ولسوال وویل : موږ تاسو چې د یو نظام تر چتر لاندې ولسونو ته په خدمت کولو بوخت یو، بناُ لازمه ده چې د دغو ولسوالیو په سیمو کې د لارې پر سر چیک فاینټونه زیات کړو تر څو د کرونا وبا څخه مخنیوی شوی وي او د لارې د ښه امنیت په ساتلو کې ګټور مالومات شریک کړو.
د بلې خوا د پکتیا ولایت اړوند دریو ولسوالیو ولسوالانو امنیه قومندانانو او د ملي امنیت مدیرانو د شمل دوه منده ولسوالۍ مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې، د کرونا وبا څخه د خوندیتوب په خاطر به سر له سبا چیک فاینټونه به ایجادو او چا ته به د تګ اجازه نه ورکو. 
د لارې امنیت ساتلو او پیاوړي همغږۍ ساتلو په برخه کې به د یوبل سره همکار وو. 
دوی ژمنه وکړه چې د دغه ابتکار له  مخې د همغږۍ غونډې دوامدارې ساتو.
د شمل دوه منده ولسوال د لارې په اوږدو کې د همکاریو د پیل له امله د پکتیا ولایت اړوند دریو ولسوالیو ملکي او نظامي مسؤلینو څخه  مننه وکړه.
نېټه: ۱۳۹۹/۲/۳
 


