خاکجبار ولس ګډې جرګې د۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، وړیا درمل ووېشل! 
پورته جرګه دکابل ولایت دخاکجبار دولسوالۍ لپاره، دعلم، سولې، ورورولۍ، اتفاق، روغتیا، سپورت او ځینو نورو برخو کې کار کوي،
 دا چې په دې وروستیو کې دکرونا وژونکي وایروس په شمول، ځینې نورې ناروغۍ ورځ تر بلې په زياتېدو وې/دي، نو یادې جرګې دا ښه وپتیله چې، دلومړي ځل لپاره، په یاده ولسوالۍ کې دپورته ستونزې دحل او کمښت په پار؛ وړیا روغتيايي کېمپونه په لاره واچوي،
دکېمپونو پیل دملنګ بابا نومي ځای څخه د
۱۳۹۹ ه.لمریز کال دجوزا دمیاشتې له (۳۰) نېټې څخه وشو، چې دچنار، لتبند، ګذک، خوردکابل، کړوخېل، چکري، دربند، خدایر کلا، عبدالله خېل، خروټو... او ځینې نورو سيمو ته وغځول شول، چې له ښه مرغه نن د۱۳۹۹ ه.لمریز کال دسرطان دمياشتې په (۱۲) نېټه رسمً په بریالیتوب سرۀ پای ته ورسېدل، 
یادو کېمپونو ته دنارینه او ښځینه ناروغانو په ګډون تر ۲۵۰۰ ناروغانو مراجعه وکړۀ، چې دلابراتوار او امبولانس آسانتياوو په شتون دټولو ناروغانو درملنه دتکړه او مجربو ډاکټرانو له خوا وشوۀ،
پاتې دې نه وي چې، پورته کېمپونه جرګې دبااحساسه غړو په مالي لګښت، دنوران او اخلاص معالجوي روغتونونو په ملتیا ترسره شول،
جرګه وياړي چې، دخپلو هیوادوالو لپاره، په بېلابېلو برخو کې خدمات ترسره کوي.
درنښت: دجرګې فرهنګي کمېټه.
 


