خوست چې د هیواد د لومړی درجه ولایت څخه شمېرل کیږي، په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت له بشپړ ګواښ سره مخامخ دی
نن ورځ چې د ۱۳۹۹/۴/۱۶ نیټې سره سمون خوري د خوست په مرکز ښار سپین جومات ترڅنګ څلور کسان دننه موټر کې ځای پر ځای وژل شوي عینې حال کې قاتل له ښار روغ وتلی
بل خوا د خوست ښاریان اندیښنه لري چې دغه حالت به خوست یو ځل بیا د ویر ټغر ته کېنوي دوئ د امنیه قوماندانۍ پر نوې رهبرۍ کلکې نیوکې کړې
دا لومړی ځل نه دی له دې وړاندې هم د ښار دننه د ترورویستي پېښو شمېر زیاتوالی موندلی
