سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Wednesday, December 2, 2020

خوست ولایتي رهبري له ۱۸ کالو وروسته له موسی خېلو ولسوالۍ لیدنه وکړه

0


د لومړي ځل لپاره د موسی خېلو ولسوالۍ امنیتي،اجتماعي، اقتصادي اود خلکوستونزو وضعیت څخه د خبریدو په موخه د خوست ملکي او نظامي رهبرۍ لېدنه کړه.

د موسی خېلو ولسوالۍ څخه د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي، خوست امنیه قومندان پاسوال داود امین، د لومړۍ پلې لوا رئیس ارکان امان الله وردګ، د ملي امنیت رئیس ډګروال صدیقي، د ولایتي قواو قومندان خاوری، د ملي امنیت اپراتیفي معاون ډګروال شریف خان او ځینو نورو ملکي او نظامي منسوبینو لېدنه وکړه . 

 د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل لخوا د ولایت ملکي او نظامي رهبرۍ ته ښه راغلاست وویل شو.

نوموړي وویل دا لومړی ځل دی چې د ولایت ملکي او نظامي رهبرۍ لخوا د ولسوالۍ له روان حالت څخه لېدنه کیږي. 

نوموړي وویل د غلنګ پل، د سوی پل، د موسی خېلو سرک اساسي جوړولودزکوټ پوري ، د موجوده سرک ترمیم او د خوست، پکتیا ولایتونه سره نښلوي همدا سرک په اساسي توګه جوړول یو په بل پسې وړاندیزونه وشول. 

نوموړي همداشان په دغه ولسوالۍ کې د سربندونو، ذخېره وي بندونو او چیک ډیمونو د جوړولو پر اړتیا او د ولسوالۍ د ځینو امنیتي پوستو د اکمال او تجهیز کولو غوښتنې وشوې.

بیا د موسی خېلو ولسوالۍ قومي مشرانو لخوا د خوست ملکي نظامي رهبرۍ څخه مننه وکړه چې دغې ولسوالۍ ته یې تشریف ور وړی. او ترڅنګ خپلې ستونزې او مشکلات هم ولایتي ملکي او نظامي رهبرۍ ته وړاندیز کړل. 

وروسته په وار سره خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي ،خوست امنیه قومندان مل پاسوال داود امین، د ملي امنیت رئیس ارکان امان الله وردګ، د ملي امنیت رئیس ډګروال صدیقي، د ملي امنیت اپراتیفي معاون ډګروال شریف او د خوست ولایتي قواو قومندان خاورې یو په بل پسې خبرې وکړې.

دوی دخپلو خبرو پرمهال ګلاب منګل او د موسی خېلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ولسوالۍ موجوده مشکلاتو حل اوفصل په برخه کې به ورسره کلکه همکاري وکړي.

نېټه ۱۳۹۹/۹/۱۱

Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment