غرښت تلویزیون: نن د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په غونډه کې خوست والي محمد صدیق پتمن د حقاني شبکې د مشر ستاینه وکړه، نوموړي  جلاالدین حقاني د هیواد په سطحه یو جهادي شخصیت او ملي مشر یاد کړ .له خوستوالو یي غوښتنه وکړه چې ددې ملي مشر درناوی وکړي.
حقاني په ۱۹۷۰م کلونو کې د خپلې شبکې بنسټ ایښی وو. دغې ډلې د افغان – شوروي جګړي پر مهال د یوې چریکي ډلې په توګه شهرت وموند چې د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې، له ملاتړه برخمنه وه. د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې پر مهال حقاني د سي آی اې ځانګړې پام ځان ته راواړاوه او آن هغه وخت د کانګرس غړي چارلي ویلسن ورسره ملاقات وکړ.
خو بیا وروسته دغي شبکې له افغان طالبانو سره اتحاد وکړ او د نورو عربي تندلارو لکه اسامه بن لادن په څیر جهادیانو سره نزدې اړېکې ټینګې کړې. د طالبانو رژیم پر مهال هغه د سرحدنو وزیر هم ټاکل شوی وو.
په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان باندې د امريکا متحدو ایالاتو تر یرغل وروسته چې په پایله کې یې د طالبانو رژیم ړنګ شو، حقاني شبکه پر افغان او امریکایي ځواکونو او همداشان پر ملکیانو باندي په منظمو بریدونو مشهوره شوه.
په ۲۰۱۷م کال کې په پلازمېنه کابل کې د یوه بمي برید پړه هم پر دغي ډل اچول کيږي چې په پایله کې تر۱۵۰ زیات کسان ووژل شول. خو د دغه ډلې غړي په برید کې لاس لرل ردوي.
حقاني شبکې په لوړه کچه برمته نیونې هم کړي دي. په دغه ډله کې په وروستیو کې د یوې کاناډایي امریکایي ښځې او خاوند نیول هم شامل دي چې تیر کال آزاد شول. د نوموړي ډلې په بند کې دغو بنديانو درې ماشومان هم وزیږول.
امريکا متحدو ایالاتو په ۲۰۱۲م کال کې د حقاني شبکه د یوه تروریستي سازمان په توګه ونوموله او پاکستان پرې د «عمل د ملي پلان» په ترڅ کې بندیز ولګاوه. خو امریکایي او افغان چارواکي وایي چې دغه ډله خپل فعالیتونه د پاکستان د استخباراتي ادارې په ملاتړ کوي، خو اسلام آباد تل دغه تورونه ردوي.
حقاني څه موده وړاندې د دغې شبکې مشري خپل زوی سراج الدین حقاني ته سپارلي ده. سراج الدین د افغان طالبانو د مشر مرستیال هم دی. د حقاني یو زوی انس حقاني له افغان حکومت سره بندي دی. داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې دغه ډله د پاکستان په شمالي وزیرستان کې مېشته ده.
 

