سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Wednesday, December 30, 2020

څوک څنګه د ټولنې یؤ ښه ځوان کیدلی شي

0
څوک څنګه د ټولنې یؤ ښه ځوان کیدلی شي

لومړی : د ښه ځوان لپاره په اول کې دا لازمه ده، چې ټولنې یو مثبت او نه زیان کوونکی فکر ور کړي .

دويم : یو ښه ځوان باید، د ټولنې ستونزې حل کړي ، هسې نه چې ټولنې او یا و ګړو ته ضرر و ګرځي .

دريم : دا چې زموږ ټولنه اسلامي ده ، نو په کار ده چې د اسلام سره په ټکر کې نظر خلکو ته ور نه کړي .


څلورم : یو ښه ځوان ، باید په لومړي سر کې ، خپلې کورنې، ورور، خور، دکاکا زوی، د عمه زوی او تربور ته د ښوونې او روزنې په اړه نېکې مشورې ور کړي ، تر څو دا ټولنه له فقر او دې بد بختۍ څخه خلاصه شي .

پنځم : ځوانان باید په هر کلي ، هر قوم ، هر مسجد او هر جامعه کې ویښ او بیداره و اوسي ، ولسونه د خپل تیر شوي تاریخ نه خبر کړي .

شپږم : خپل ځان خپله ټولنه د دښمنانو له مکر او فریب وژغوري ، خپل ولس د دښمنانو له ناپاکو عزائمو خبر کړي ، د سریالونو او ډرامو له زهرو او پکې د پرتو ناوړو کارونو او  بداخلاقیو څخه ټول ملت خبر او وژغوري .

اووم : يو بريالی ځوان د خپلې ځوانۍ څخه پوره ګټه اخلي، کار کوي، سپما کوي، زده کړه کوي، تجربې حاصلوي؛ ترڅو په زړښت او د کمزورۍ په ستونزمنو شېبو کې يې چاته لاس اوږد نه شي .

اتم : د ځوانۍ دوره د زده کړې لپاره ترټولو غوره او ښه دوره ده، دا سمه ده چې د زده کړې لپاره هېڅکله ناوخته نه ده، خو دا هم ومنئ، کومه زده کړه چې په ځوانۍ کې ترسره کېږي، د زړښت او بوډاتوب په دوران کې نشي ترسره کېدلی.

نهم : يو بريالی ځوان خپلې راتلونکې ته فکر کوي او د خپلې راتلونکې لپاره برنامه جوړوي او هڅه کوي .

لسم : يو بريالی ځوان هېڅکله بېکاره نه پاتې کېږي، هغه تل پدې هڅه کې وي چې خپل مهارتونو لوړ کړي ، دا ددې مانا نه ورکوي چې ګواکي بريالی ځوان به تفرېح او ارامښت ته اړتيا نه لري، بلکې هغه د تفرېح لپاره هم برنامه لري او خپل د فراغت وخت هم په ښه ډول سره تېروي .

يولسم : په ياد ولرئ چې که هر ډول جغرافيايي، فرهنګي، اقتصادي او کورنيو حالاتو کې که ياست ، تاسو د برياليتوب وړتيا لرئ ، که وغواړئ کولی شئ چې هر ډول برياليتوب ته ورسېږئ .

دولسم : مهمه ده چې پخپل ځان باور ولرئ ، همدا اوس هم ناوخته نه ده ، پاڅېږئ ، روان شئ ، فکر وکړئ ، برنامې جوړې کړئ او ستونزو ته (نه) ووایاست . 
لیکنه
عاشق الله اخلاص يار
Ashiqullah Ikhlasyar 
د خوست د کليو د بيارغونې او پراختيا ريس
Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment