د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ۲۰۲۱ کال به په افغانستان کې د دغه سازمان د پوځي شتون په هکله پرېکړه د موضوعاتو په لومړي سر کې شامله وي.
ښاغلي سټولټنبرګ په جرمن پارلمان کې د کرسچین سوشل یونین ګروپ ته وینا کې کوویډ - ۱۹، د وسلو کنټرول او د انټلانټیک شاوخوا اړیکي هغه نور موضوعات وبلل چې په وینا یې د ناټو سازمان اجنډا لپاره به د روان کال مهم موضوعات وي.
ښاغلی سټولټنبرګ وايي:
'' ۲۰۲۱ ځکه هم د ناټو لپاره مهم کال دی، چې موږ به په افغانستان کې د خپل حضور د راتلونکي په هکله پرېکړه کوو. ''
د ناټو سازمان په یوه اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي:
''ډېرې ننګونې شته، خو بې له شکه چې د سولې خبرې د سولې راتلو یوازینۍ لار ده، د سوله ییز حل لپاره همدا یوازینې تګلاره ده، چې موږ یې ملاتړ کوو. ''
بل لور ته د ترکیې انادولو خبري اژانس په رپوټ کې د ناټو عمومي منشي له قوله ویل شوي، راتلونکي میاشت (فبرورۍ) کې به د سازمان غړو هېوادونو دفاع وزیران په خپله غونډه کې پر دې موضوع بحث او غور وکړي چې په افغانستان کې یې پوځیان پاتې کېږي او که له دې هېواده وځي.
ناټو سازمان له دې مخکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو هرکلی کړی دی.
په رپوټ کې د ښاغلي سټولټنبرګ له قوله ویل شوي:
''دا ډېره مهمه ده چې باور تر لاسه شي، چې طالبان ټول شرطونه مني، د القاعده په ګډون له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کوي، بې له شکه موږ به د سولې خبرو کې هم مرسته کوو او دې لړ کې به د پرمختګ لپاره مرسته کوو او له هغه وروسته به خپله پرېکړه کوو. ''
د نوموړي په خبره دا یوه ګرانه پرېکړه ده چې باید ناټو غړي هېوادونه یې په شریکه وکړي، ځکه په وینا یې هر څه چې کېږي، باید د غړو هېوادونو په همغږۍ او مناسب پلان شوي انداز یې پرېکړه وشي.
د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې پرون سه شنبه د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی د سولې خبرو بیا پیل لپاره دوحې ته لاړ.
دا پلاوی چې درې اوونۍ د سلا مشورو لپاره کابل کې و وايي د سولې خبرو دویم پړاو کې به يې پر اوربند خبرې د سر لومړیتوب وي.
دې سره افغان سولې لپاره امریکایی استازی زلمی خلیلزاد هم له کابله دوحې ته روان شوی او هیلمن دی چې دې پړاو کې به ډېر پرمختګ وشي.
 

