د خوست ولایت دشهيدانواو معلولینو چارو سرپرست
سید محمد "نیکزاد " نهه میاشتېنۍ کړنې
هغه غونډه ،چې په نوموړي ولایتي دفتر کې جوړه شوې وه.
د خوست اړونده ولسوالیو د شهیدانو وارثینو او معلولینو دمعلولینو د ستونزو او کارونو د ژر هواري او دعامه پوهوي لپاره په هره ولسوالۍ کې لس کسیزه شورا جوړه شوه چې دغه شورا به دشهیدانو وارثینواو معلولینو سره په چارو کې همکاري او د ستونزو په هواري کې کومک او عامه پو هوی کوي او ددوی ستونزې به د اړوندو ادارو سره شریکه وي ترڅو له دې وروسته دغه بیوزله بیچاره قشرله سرګردانیو او مشکلاتو وژغورل شي او ستونزې یی په وخت سره حل شی.
دیاده وني وړده چې د جناب وزیر صاحب ، والی صاحب دافغانستان د سرسري شورا مشر مسعود " صافي " په همکاری په خوست کې د ټولو مداني ټولنو په ترکیب کې د شهیدانو اومعلولینو چارو دترسره کولو په موخه د یوالي ګډکمیسیون ایجاد شوی وو. وروسته
ذکر شوي سیدمحمد " نیکزاد" دخپلو نهو میاشتو کاري ګزارش وړاندې کړ، چې د غونډې برخه والو لخوا د ده کړنې وستایل شوې او په معنوي ډالۍ ونازول شو. همداشان ویناوالو ټینګار وکړ چې ښاغلي "نیکزاد " هڅو مثبته نتیجه ورکړي او دمعلولینو ستونزو ته یی په وخت سره رسیده ګي کړي. هیله مند یو، چې مرکزي او ولایتي اداره د ده دخدمت موده لا وغځوي ترڅو لاهم دشهیدانو او معلولینو په ولایتي دفتر کې مثبت تغیرات رامنځ ته شي.
