سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Thursday, February 27, 2020

په خوست کې د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ او سولې څخه د ملاتړ غونډه ترسره شوه / هوډ

0
د سولې څخه ملاتړ او د خپلو حقه خقوقو غوښتنه کوو!
په خوست کې د شهیدانو او معلولینو چارو مسؤلینو د ولایتي شورا وکیلانو ، مدني ټولنو،   ولسوال صاحبانو،  د شهیدانو وارثینو ، معلولینو مشرانو او ځوانانو د یوې سترې ولسي غونډې په ترځ کې د سولې د روان بهیر څخه ملاتړ او په ضمن کې د خپلو حقوقو غوښتنه کوله ، یاده راټولېدنه چې د خوست ولایت د جرګو په تالار کې نیول شوې وه د
قاري صیب خاني شاه د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه  بېلا بېلو مشرانو،  دولتي مسؤلینو،  او د  مدني ټولنو استازو په کې په خپل وار سره ویناوې وکړې ویناوالو د سولې لپاره د افغانستان د خلکو د جهاد ، مبارزې او قربانۍ څخه یادونه وکړه دوئ وویل د هېواد په دې وروستي ناورین ، ناخوالو،  جنګونو او ویجاړیو کې زموږ د ولس هرې کورنۍ درد او فریاد لیدلی چې په کې په سلګونو ښځې او ماشومان شهیدان او معلولین شوي دي دولت باید ورته پوره پاملرنه او نظر وکړي د ویناوالو له جملې د خوست ولایتي شورا وکیل نورشاه نوراني،  د مدني ټولنې استازي انجینر بادشاه ولي،  د معلولینو مدني ټولنې استازي عبدالرحمن اتل ځاځي،  قومي مشر سلطان محمد ایوبي، د قلندر ولسوال ګلاب منګل،   په مشرانو جرګه کې د معلولینو استازی صاحب معلول ، او نورو خبرې وکړې
په پای کې د خوست شهیدانو او معلولینو چارو رایس سیدمحمد نیکزاد د ولسونو ستونزې ومنلې او له لوړو مقاماتو سره یې د شریکولو ژمنه وکړه
پاتې دې نه وي چې یاده غونډه د غرمې په ۱۲ بجو په داسې  حال کې چې د ویاندویي چارې یې د بخت الله بختیار لخوا مخې ته وړل کېدې پای ته ورسېده
۱۳۹۸/۱۲/۸ پنجشنبه
Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment