سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Tuesday, March 10, 2020

د خوست په یوه مسجد کې د اقامت پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي

0
په خوست کې چارواکي وایي په يوه جومات کې د "لمانځه د اقامت" پر سر د رامنځته شوې وسله والې نښتې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د خوست د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل عادل حيدر وايي چې ياده نښته د دوشنبې (مارچ۹) مازديګر شاوخوا څلور نيمي بجې د دغه ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د دلپوريو په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه: "د ماسپېښين د لمانځه پر اقامت يې لفظي شخړه وکړله، بيا چې کله د مازديګر لمانځه لپاره مو چمتوالی نيوه، په دې وخت کې يې لومړۍ په کوتکو سره ووهل او بيا خبره ټوپکو ته ورسېدله."

د خوست امنيه قوماندانۍ او د سيمې د اوسېدونکو په وينا په ياده نښته کې د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي، درې ټپيان دي او د مقابل لوري کورنۍ درې کسان ټپيان شوي دي
Bakhtyr.
Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment