له دې وروسته به قلندر ولسوالي خپل اصلي ځای ته انتقال او د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو لپاره په هره برخه کې وړ خدمتونه او د طبعي ځنګلاتو د حاصیلاتو په پار به اقتصادي پیاوړي سهولتونه چمتو شي.
دا څرګندونې خوست والي محمدحلیم فدایي د قلندر موسی خېلو خلکو ته د یؤه کاري سفر چې مزغوره ته یې درلود زیاتې کړې
د سیمې خلک هیله مند دي چې له کالونو وروسته یې بېرته ولسوالي چې اوس مهال په مرکز کې فعالیت کوي انتقال شي.
په دغه کتنه کې د مرکز اړوند د متون ساحې څخه موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ته د تېريدونکي سرک ازادولو یادونه هم وشوه چې یوشمېر پلانونه به دلته تطبیق شي؟
د دغه سفر پر وخت د سیمې خلکو لخوا د توده هرکلی ترڅنګ یوشمېر غوښتنې هم خوست والي سره شریکې شوې.
باید یاده کړو چې په دغه کاري سفر کې د قلندر ولسوال ښاغلي ګلاب منګل ترڅنګ د ولایت د سکټوري او تخنیکي خدمتونو رئیس بهرام بهیر، د بشري سرچینو رئیس نقیب الله متونوال، د حج او قافو رئېس مولوي اظهار دین ، د کلیو پراختیا رئيس عشق الله اخلاصیار ، د سرکونو د ساتنې او مراقبت رئېس بادشاه دین قیومې او قلندر ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرشید نورزي هم برخه لرله.
