د هوډ ویب پاڼه چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې د بلاګ ساپوټ پۀ شکل د انټرنېټ په نړۍ کې پۀ ځلانده نوم راڅرګنده شوه درې کلن ګړندی مزل او فعالیتونه یې د ستایلو وړ دي .
د هوډ ویب پاڼې مسؤل او امتیاز څښتن بخت الله بختیار له خپلو ټولو داخلي او بهرنیو همکارانو څخه پۀ مننې زیاته کړه چې پۀ بېلابېلو شرایطو کې یې تل له موږ سره همکاري کړې او فعاله پاتې شوي دي  نوموړي وایي چې د هوډ همکارانو پرته له امتیازاتو د پښتو ژبې په خاطر قربانیو ته دوام ورکړی او دا لړۍ به جاري وساتي.
هوډ د خپل بېساري پرمختګ او لیدونکو د غوښتنو له امله د راتلونکي ۱۳۹۹ کال لپاره د ډومېن اخېستو ژمنه کړې ده چې په دې سره به رسماً خپل انټرنېټي مالیه د ګوګل کمپنۍ ته تسلیم او پرته له بندیز نشراتو ته دوام ورکړي. 
د هوډ ویب پاڼه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ په ناجیریا،  پاکستان او امریکا کې خپل همکاران لري چې دا لړۍ د لا پراختیا پۀ حال کې ده.
د ویب پاڼې مسؤل په ټینګار سره زیاته کړه چې موږ پرته له امتیاز ورکؤنې د خپلو مثبتو افکارو پر تحمیل وکولی شؤل چې بېلابېلو هېوادونو کې د انساني اسلامي او پښتني خدمت لپاره فعال همکاران ولرو.
 




















