سوداګرزې خبرتياوې

ads header

Saturday, March 14, 2020

افغان حکومت د حمل تر دېرشمې نیټې په ټول هېواد کې عموعمي رخصتۍ علان کړې

0
د کورونا ویرس د مخنیوي په موخه د هڅو په لړ کې افغان حکومت د راتلونکې څه باندې یوې میاشتې لپاره ټول پوهنتونونه ، ښوونځي او نورو ښوونیز مرکزونه وتړل.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي چې د پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ ټول دولتی او نادولتي ښوونیز بنسټونه د راتلونکې حمل / وري میاشتې تر دېرشمې وتړل شول. په پام کې وه چې د افغانستان په سړو سیمو کې راتلونکې اونۍ نوی ښوونیز کال پيل شي، او په ګرمو سیمو کې ښوونیز کال څو میاشتې وړاندې پیل شوی دی.
له دې وړاندې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې چارواکو ویلي وو چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سږ کال په دغه ولایت کې نوروز جشن نه جوړېږي.
د بلخ مرستیال والي محمد بشیر توحیدي د شـنبې په ورځ مزار شریف کې خبرغونډې ته دا هم وویل، چې په دغه ولایت کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي:
په بلخ کې د نوروز جشن د ځنډولو خبره په داسې مهال ده چې د افغانستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل، په دغه ولایت کې د کورونا لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه.
افغانستان کې اول ځل کورونا په هرات ولایت کې تشخیص شوه، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د ایراني چارواکو په خبره، هلته تر لس زرو ډېر کسان کورونا نیولي او له امله یې له ۶۰۰ زیات مړه شویي دي.

Author Image
AboutBakhtullah Bakhtyar

Soratemplates is a blogger resources site is a provider of high quality blogger template with premium looking layout and robust design

No comments:

Post a Comment