محمد صديق پتمن د خوست والي شو
د سیمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۸۰۶ شمېرې حکم په اساس، محمد صديق پتمن د خوست لپاره د نوي والي په توګه وټاکل شو.
ښاغلي پتمن تر دې د پوهنې وزارت د تدريسي مرستيال په توګه درنده تر سره کړې او په ې سربېره، لوړې زدهکړې او پرېمانه کاري تجربه لري.
د سيمهييزو ارګانونو خپلواکه اداره د خوست له مخکېني والي ښاغلي محمد حليم فدايي څخه مننه کوي چې د حکومتولي په برخه کې يې خاورې او خلکو ته خدمتونه کړي او په دې سربېره، نوي والي ته په ورسپارل شويو چارو کې له خدايه بريا غواړي.
 

